د ایفون عکاسۍ سیالیو تر ټولو غوره انځورونه

د خپرېدو وخت

یو شمېر هغه انځورونه چې د سږکال ایفون عکاسۍ سیالیو کې یې جایزې لاسته راوړې. ۵۹ نورو عکاسانو په ۱۹ کټګوریانو کې جایزې لاسته راوړې. انځورونه باید پر ایفون، ایپډ یا ایپوډ اخیستل شوي او یوازې د (آی او ایس) اپ په مرسته ایډیټ شوي واي.

د ایفون د ۲۰۱۵ کال عکاسۍ سیالیو ګټونکي اعلان شول او د پولنډ مایکل کورلسکي د یوه پیانو غږونکي تور او سپین انځور لپاره د کال تر ټولو غوره عکاس وبلل شو.
د عکس تشریح، د ایفون د ۲۰۱۵ کال عکاسۍ سیالیو ګټونکي اعلان شول او د پولنډ مایکل کورلسکي د یوه پیانو غږونکي تور او سپین انځور لپاره د کال تر ټولو غوره عکاس وبلل شو.
د لار موندنې پړاو ته د نړۍ له ۱۲۰ هېوادونو نه زرګونه انځورونه لېږل شوي وو چې یوازې محدود شمېر یې سیالیو ته لار وموندله. ډېوېد کرېک د یوه مرغه عکس لپاره دوهم مقام وګاټه. دی وايي د یوه عکاس یوازینی محدویت د هغه خپل تصور او فکر دی.
د عکس تشریح، د لار موندنې پړاو ته د نړۍ له ۱۲۰ هېوادونو نه زرګونه انځورونه لېږل شوي وو چې یوازې محدود شمېر یې سیالیو ته لار وموندله. ډېوېد کرېک د یوه مرغه عکس لپاره دوهم مقام وګاټه. دی وايي د یوه عکاس یوازینی محدویت د هغه خپل تصور او فکر دی.
دریم مقام د امریکا وون-لو لاسته راوړ چې له هډسن درې څخه یې د نیویارک ښار پر لور په ټرین کې د سفر پر مهال د یوې جوړې انځور اخیستی دی.
د عکس تشریح، دریم مقام د امریکا وون-لو لاسته راوړ چې له هډسن درې څخه یې د نیویارک ښار پر لور په ټرین کې د سفر پر مهال د یوې جوړې انځور اخیستی دی.
۵۹ نورو عکاسانو په ۱۹ کټګوریانو کې جایزې لاسته راوړې. انځورونه باید پر ایفون، ایپډ یا ایپوډ اخیستل شوي او یوازې د (آی او ایس) اپ په مرسته ایډیټ شوي واي. د ژوو په کټګورۍ کې سیفي برګرسن لومړی مقام خپل کړ.
د عکس تشریح، ۵۹ نورو عکاسانو په ۱۹ کټګوریانو کې جایزې لاسته راوړې. انځورونه باید پر ایفون، ایپډ یا ایپوډ اخیستل شوي او یوازې د (آی او ایس) اپ په مرسته ایډیټ شوي واي. د ژوو په کټګورۍ کې سیفي برګرسن لومړی مقام خپل کړ.
فابیو الوېرېز د ژوند بڼې کټګورۍ کې لومړی مقام وګاټه. دی وايي: "ما له خپل ملګري سره په ریو ډي جېنېرو کې د خپل ژوند له یو تر ټولو ښکلي غرمې خوند اخیست. موږ حیرانه شو چې یو شمېر سړو ټوله ورځ د سیند پر غاړه د فوټبال لوبه کوله. ما غوښتل په دغه انځور کې د فوټبال پر لوبې د برازیلیانو مینتوب انځور کړم."
د عکس تشریح، فابیو الوېرېز د ژوند بڼې کټګورۍ کې لومړی مقام وګاټه. دی وايي: "ما له خپل ملګري سره په ریو ډي جېنېرو کې د خپل ژوند له یو تر ټولو ښکلي غرمې خوند اخیست. موږ حیرانه شو چې یو شمېر سړو ټوله ورځ د سیند پر غاړه د فوټبال لوبه کوله. ما غوښتل په دغه انځور کې د فوټبال پر لوبې د برازیلیانو مینتوب انځور کړم."
جیسي الکر چې د خبرونو او پېښو کټګورۍ کې یې بریا لاسته راوړې وايي: "زه چې کله یو بېل څیز وګورم نو نوښت ته مې پام شي، یو زړور شی، داسې شې چې له یوه ځانګړي نظره ورته کتل ممکن وي. دا انځور د شیکاګو د هوا او اوبو په نندارتون کې اخیستل شوی چې زه یې هر کال لیدو ته ورځم."
د عکس تشریح، جیسي الکر چې د خبرونو او پېښو کټګورۍ کې یې بریا لاسته راوړې وايي: "زه چې کله یو بېل څیز وګورم نو نوښت ته مې پام شي، یو زړور شی، داسې شې چې له یوه ځانګړي نظره ورته کتل ممکن وي. دا انځور د شیکاګو د هوا او اوبو په نندارتون کې اخیستل شوی چې زه یې هر کال لیدو ته ورځم."
معمار جاس لویس چې په اسپانیا کې اوسېږي، هڅه کوي خپلې شاوخوا معمارۍ چې ځانګړې مدیترانيي رڼا لري انځور کړي.
د عکس تشریح، معمار جاس لویس چې په اسپانیا کې اوسېږي، هڅه کوي خپلې شاوخوا معمارۍ چې ځانګړې مدیترانيي رڼا لري انځور کړي.
د پنوراما یا منظرې کټګورۍ جایزه د ووډ سټاک ورمنټ سیمې اوسېدونکي امریکايي عکاس اندرې ملېربا لاسته راوړه.
د عکس تشریح، د پنوراما یا منظرې کټګورۍ جایزه د ووډ سټاک ورمنټ سیمې اوسېدونکي امریکايي عکاس اندرې ملېربا لاسته راوړه.
د ولاړ ژوند کټګورۍ لومړي مقام ګټونکې سینډي بسکې وايي: "د موبایل تیلیفون عکاس په توګه، زما خوښېږي چې د شاوخوا نړۍ انځورونه واخلم، هر شی چې زما پام ځانته واړوي، زه یې عکس اخلم. په انځورونو کې مې نوښت هم خوښېږي. زما انځورونه اکثره وخت خوب او خیالي نړۍ ښيي خو بیا هم ساده دي او پرې پوهېدل اسان."
د عکس تشریح، د ولاړ ژوند کټګورۍ لومړي مقام ګټونکې سینډي بسکې وايي: "د موبایل تیلیفون عکاس په توګه، زما خوښېږي چې د شاوخوا نړۍ انځورونه واخلم، هر شی چې زما پام ځانته واړوي، زه یې عکس اخلم. په انځورونو کې مې نوښت هم خوښېږي. زما انځورونه اکثره وخت خوب او خیالي نړۍ ښيي خو بیا هم ساده دي او پرې پوهېدل اسان."
له رنګونو ډک دغه انځور د سفر کټګورۍ جایزه وګټله چې د مصر سوېل نوبین کلي کې احمد سعید اخیستی دی. نور ګټونکي انځورونه کولی شئ د (آي پي پي) د جایزو په ویب پاڼه کې وګورئ: www.ippawards.com
د عکس تشریح، له رنګونو ډک دغه انځور د سفر کټګورۍ جایزه وګټله چې د مصر سوېل نوبین کلي کې احمد سعید اخیستی دی. نور ګټونکي انځورونه کولی شئ د (آي پي پي) د جایزو په ویب پاڼه کې وګورئ: www.ippawards.com