د کريميا تاتاريانو اندېښنې
د خپرېدو وخت
شاوخوا يو نيم كال مخكې روسيې د کرايميا ټاپوزمه له اوکرايينه په خپلې خاورې پورې وتړله، هلته مېشتو ډېری روسي توکمه د دغه ګام هرکلی وکړ.
خو د دې سيمې تاتار اوسېدونکو د ورپسې برخليک ټاکلو ټولپوښتنې سره شلون وکړ. دوی له هماغه راهيسې د پارونو، زور زياتي او ان تښتوونو پېښو شکايتونه کوي.
کرايميا ته د سفر پر مهال تېره اوونۍ ولسمشر پوتين دعوا وکړه ګنې بهرني لاسونه د ستونزو او ناراميو زېږولو هڅه کوي، خو تاتاريان په خپله بيا وايي دوی د دې ريښتينی لامل لري، چې اندېښمن وي.