د کډوالو کړکېچ: ایټالیا کې په ډاګ پاتې شوي کم عمره ماشومان

د خپرېدو وخت

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره د اروپايي ټولنې پلانونه چې نن (سپتمبر ۲۲مه) پرې خبرې وشوې، د کډوالو د کړکېچ حل لپاره بس نه دي.

د اروپايي ټولنې وزیران، هیله لري چې د ۱۲۰ زرو کډوالو د وېش او ځای پر ځای کولو پر سر به یوې موافقې ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، سږ کال تر دې دمه نیم میلیون کډوال د سمندر له لارې اروپا ته رسېدلي دي.

له دغه شمېره، شاوخوا ۲۳۵ زره یې د یونان له لارې تېر شوي دي.

د یونان په لېز باس ټاپو کې، مرستندویه ټولنې وايي، دغلته هره ورځ، له درو تر پنځو زرو کسان ورځي.

دې کړکېچ پر ټولې اروپا اغېز کړی دی.

یوازې سږ کال، څه باندې ۱۲ زره کم عمره ماشومان ایټالیا ته رسېدلي دي. ډېری یې یوازې دي.

ځینې یې په ډېرو بې وزلو روزنتونو کې ځای پر ځای کېږي.

نور یې په ډاګ دي، ځینې یې مخدره مواد پلوري او له نورو یې ناوړه جنسي ګټه اخیستل کېږي.