د فولکس واګن ګاډو د ګاز د کچې رسوايي
د خپرېدو وخت
دغه کمپنۍ وايي د لوګي معلومولو ازمېښتونو سایفټوېر په تړاو یې رښتیا نه دې ویلي
جرمني موټر جوړونکي شرکت فولکس واګون وایي اووه میلیارده ډالر یې د دوی د موټرو د لوګي کړکېچ ته جلا کړي دي.
دوی وایي دا پیسې به د ستونزې په حل لارې ولګول شي.
دې شرکت منلې چې د دوی ۱۱ میلیونه ډیزیلي ګاډي په داسې سافټ وېر سمبال و چې د ګاز ریښتینې کچه به یې د آزموینې پر مهال نښودله.
د فرانسې مالیې وزیر د اروپا په کچه پلټنې غوښتنه کړې او جنوبي کوریا ویلي چې دا خبره به وڅېړي.