د برېتانیا او سعودي اړیکي خړې شوي
د خپرېدو وخت
د بریتانیا او سعودي تر منځ اړیکې یو څه خړې شوي.
دا دواړه هېوادونه، د میلیاردونو ډالرو سوداګري، پانګونه، مهمې سټراټیژيکې همکارۍ سره کوي او له ډېره وخته سره ملګري دي.
دا له هغه وروسته کېږي چې بریتانیا سعودي کې د یوه زندان تړون ځکه لغوه کړ چې د دغه هېواد د بشري حقونو پر ریکارډ نیوکې ډېرې شوې.