د کډوالو بې نومه قبرونه
د خپرېدو وخت
اټکل دی چې په تېرو دوو کلونو کې په زرګونو کډوالو اروپا ته د تګ په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
ډېر په اوبو کې ورک شوي. خو ځېني بیا اوبو وچې ته راوړي.
اوس د بي بي سي یوې پلټنې موندلې چې ۱۲۵۰ ناپېژندل شوي سړي ښځې او ماشومان په بي نومه قبرونو کې خښ شوي دي.
دغه کسان له ۲۰۱۴ کال راهيسې د ترکیې، یونان او ایټالیا په ۷۰ بېلابیلو سیمو کې خښ شوي دي.