یوګنډا کې د ماشومانو لپاره ګرځنده کتابتون
د خپرېدو وخت
د یوګنډا په څېر هېوادونو کې مطالعې ته د ولس هڅول اسانه چاره نه ده، چې د یوه ناول بیه پکې د ډېرو لپاره د څو اونیو مزد برابره وي.
خو اوس دغه هېواد کې د یوه ګرځنده کتابتون په بڼه د دغې ستونزې د هواري لپاره یوه هڅه پیل شوې.
دغه کتابتون کې د ماشومانو لپاره پر موټر سایکلونو کتابونه لېږدول کېږي.