افغانستان کې ترافیکي پېښې
د خپرېدو وخت
په افغانستان کې هر کال لسګونه زره خلک د ترافیکي پېښو قرباني کېږي. موټر چلوونکي وايي پر لویو لارو ترافیکي قوانین نه شته.
مساپر بیا وایي موټر چلوونکي پام نه کوي او په چټک سرعت موټر ځغلوي. افغان حکومت بیا پر لویو لارو نا امني له ډېرو لاملونو یو بولي.
زموږ همکاره نجما ځلا په کابل کې د ترافیکي پېښې له یوه قرباني سره غږېدلې او دا معلوموي چې مسوولیت د چا دی او د ترافیکي پېښو مخنیوی څرنګه کېدلی شي؟