د سلما بند پرانيسته
د خپرېدو وخت
افغان ولسمشر اشرف غني او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په لوېدیځ هرات کې د سلما بند پرانیست. ښاغلي مودي دا افغانستان او هند لپاره یوه مهمه شېبه وبلله.
افغان ولسمشر هم د هند ملګرتیا وستایله. ویل یې د هېواد په رغولو کې یې رول مهم دی.
پر سلما بند هند نژدې ۲۹۰ میلیونه امریکايي ډالر لګولې دي. محمد قاضيزاده يې له هراته نور معلومات راکوي.