په پاکستان کې د افغان کډوالو برخليک
د خپرېدو وخت
د پښتونخوا په مرکز پېښور کې دوکاندارانو او سوداگرو نن لاريون کړى او له حکومته يې غوښتنه کړې چې افغان کډوال دې افغانستان ته ستانه کړي.
ملگري ملتونه وايي څه باندې يو نيم ميليون افغان کډوال په پاکستان کې راجستر شوي، خو پاکستانی حکومت وايي اصلي شمېره تر دې دوه چنده ډېره ده.
په نړۍ کې د ملگرو ملتونو په وينا ٦٥ ميليونه انسانان د کډوالۍ ژوند کوي چې د سوريې او افغانستان اوسېدونکي په کې تر ټولو ډېر دي.
خداى نور ناصر په اسلام اباد کې د يو اين ايچ سي ار، له دنيا خان سره پر افغان کډوالو خبرې کړي دي.