تونس د لیبیا پخوانی لومړی وزیر خپل هېواد ته سپارلی
د خپرېدو وخت
تونس د لیبیا پخوانی لومړی وزیر البغدادي المحمودي بېرته لیبیا ته سپارلی دی.
ښاغلي المحمودي د معمر القذافي په رژیم کې پنځه کاله د لومړي وزیر په توګه دنده تر سره کړه، خو په تېر اګست میاشت کې وروسته له هغه چې یاغیانو د لیبیا مرکز ونیوه، تونس ته تښتېدلی وو.
دی له هغه راهیسې د تونس په زندان کې وو او د لیبیا چارواکو په پرله پسې ډول د هغه د بېرته سپارلو غوښتنه کوله.

















