سومالیا کې وسلوالو خیریه کارکوونکي تښتولي
د خپرېدو وخت
په سومالیا کې درې خیریه کارکوونکي تښتول شوي.
دوه تنه کینیایې او یو سومالیایې ډاکټر په ګالکایو مرکزي ښار کې د وسلوالو کسانو لخوا تښتول شوي دي.
راپورونه وایې د دوی تښتوونکي هغه سمندري غله دي چې دغه ښآر د یوه مرکز په توګه کاروي.
یو شمېر برید کوونکي او د سیمیزو پولیسو غړي د برید پر مهال ټپیان سوي دي.

















