مایکروسافټ شرکت تاوان کړی دی

د خپرېدو وخت

د کمپیوټري پروګرامونو شرکت مایکروسافت اعلان کړی چې په درېو میاشتو کې یې نژدې ۵۰۰ میلیون ډالره تاوان کړی دی.

دا د یوه عامه شرکت په توګه په خپل ۲۶ کلن ژوند کې د مایکروسافت لومړنی تاوان دی.

مایکروسافت د دغه تاوان پړه د آنلاین اعلانونو د یوې څانګې پر پېرودلو وراچولې چې په ۲۰۰۷ کال کې یې څه باندې ۶ ملیارد ډالره پرې وکړل.