'پاکستانیان د برتانیا تر ټولو وروسته پاتې خلک'

د عکس سرچینه، Getty Images
په برتانیا کې ۵۷ سلنه پاکستانۍ توکمه مېرمنې په اقتصاد کې کارندې نه دي او د نورو ټولنو د ښځو په پرتله دا شمېر په پاکستان توکمه مېرمنو کې خورا ډېر اندېښناک دی.
د برتانیا حکومت د دغه هېواد ټولنه کې د مېشتو مختلفو توکمونو د یو ځایوالي اړوند له یو کال په ډېر وخت کې یوه چاپېریالي سروې کړې.
په دې سروې کې د اوسېدونکو پاکستاني توکمو په تړاو دا اندېښمن حقایق په ډاګه شوي دي.
پر ۲۰۱۵ کال د برتانیا لومړي وزیر د ولسي خدمتونو له لوړپوړي چارواکي (ډیم لوییز کیسي) غوښتي و، چې په دې اړه پراخه بیاکتنه وکړي.
له دې بیاکتنې دا معلومول و چې په برتانیا کې د مختلفو توکمونو او رنګونو خلک په ټولنه کې خپل کارند رول لري او که نه او د دغه هېواد د مختلفو سیمو په وروسته پاتې ټولنو کې د تاوتریخوالي او وروسته پاتېدلو لاملونه څه دي.
په دې سروې کې په ډاګه شوه چې په برتانیا کې د نورو توکمونو تر مېرمنو د پاکستانیو مېرمنو بې کاري خورا ډېره ده.
د رپوټ له مخې په برتانیا کې ۲۵ سلنه سپین پوستې مېرمنې له اقتصادي پلوه غیر فعالې دي او په پاکستانیو مېرمنو کې دا کچه له ۵۷ سلنې ډېره ده.
د 'کیسي بیا کتنه' کې ویل شوي چې تر سپن پوستو وګړو د پاکستاني توکمه سړيو د بې کارۍ کچه هم درې چنده ډېره ده.
په رپوټ کې راغلي چې برتانیا کې له هرو څلورو پاکستانیو سړیو یو یې د ټیکسي موټروان دی.
د څېړنې له مخې په برتانیا کې هغو پاکستانیانو ته په ټولنه کې یو ځای کېدل ستونزمن وي چې په انګریزي ژبه سم نه پوهېږي.
په برتانوۍ ټولنه کې له اقتصادي پلوه د پاکستانیو مېرمنو د نه فعالتیا یوه وجه دا ښودل شوې چې پر انګرېزي نه پوهېږي او د سړیو په پرتله د هغو مېرمنو شمېر دوه چنده دی چې انګرېزي یې خورا ډېره کمزورې ده.
پاکستانۍ مېرمنې پر اقتصادي مسلو سربېره له کورني تاوتریخوالي او د زور واده په څېر ستونزو سره هم مخ دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د 'کیسي بیا کتنه' له مخې د برتانیا په وروسته پاتې سیمو کې د استوګنو پاکستانیانو شمېر خورا ډېر دی.
د انګلېنډ یا انګلېستان ایالت د لس سلنه خورا وروسته پاتې سیمو ۳۱ سلنه اوسېدونکي پاکستانیان دي.
په برتانیا کې مېشتې له ۴۰ سلنه ډېرې پاکستانۍ کورنۍ په کم عاید لرونکو کورنیو کې راځي.
د رپوټ له مخې پاکستانیان په داسې سیمو کې اوسېدل غواړي چې هورې ډېری پاکستانیان ژوند کوي، ځکه یې د نورو توکمونو او رنګونو له خلکو سره راشه درشه کمېږي او دا مسله په رپوټ کې تشویشناکه بلل شوې ده.
د کتنې له مخې د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۱ کالو ترمنځ په برتانیا کې د مسلمانانو شمېر ۱۲ لکه زیات شوی دی، چې د مسلمانانو د ټول نفوس ۷۲ سلنه جوړوي.
پر دغه مهال برتانیا کې د پاکستانیانو شمېر څلور لکه ډېر شوی او د هندي وګړو شمېر له دې لا ډېر دی.
په رپوټ کې حکومت ته څو وړاندیزونه شوي چې د برتانیا د وروسته پاتې ټولنو خلک څنګه په ټولنه کې کارند شي.
له حکومت غوښتل شوي چې په وروسته پاتې سیمو کې د پرمختګ ډېر مالي وسایل برابر کړي او د دغو سیمو د اوسېدونکو د انګرېزي غږېدلو وړتیا زیاته کړي.
ور سره دا سپارښتنه هم شوې چې له نورو هېوادونو ور تلونکي خلک د برتانیا له دود دستور خبر او ښې زدکړې ورته برابرې کړي.



















