د پاکستان لخوا پر ډيورند کرښې د کټارې لگولو چارې
د خپرېدو وخت
پاکستاني پوځ چې له يوې مودې راهيسې يې پر ډيورند کرښې د اغزن مزو غځول پيل کړي د بي بي سي يوه ډله خبريالان سيمې ته بيولي چې په دغه چاره کې د دوى پرمختگ له نژدې وگوري.
بلوچستان کې د پاکستاني پوځ قومندان ډگروال عثمان بي بي سي ته وويل "٨٠ تر ٨٥ سلنه ترهگريز فعاليتونه له افغانستانه سرچينه اخلي او زما شخصي نظر دا دى چې د کټارې لگولو چارې له بشپړېدا سره به نور دغه لارې پرانيستې نه وي او خلک به له هغو لارو تگ راتگ کوي چې څارل کېږي."
افغانستان او امريکا پر پاکستان تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې يې طالبانو ته پټنځي برابر کړي خو پاکستان وايي اورپکي يې له خپل هېواده پسې اخيستي او اوس هغوى د ډيورند کرښې پورې غاړه افغانستان ته اوښتي.