منظور پښتین: غورځنګ د خپلو پلویانو په چنده چلېږي
د خپرېدو وخت
د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور ویلي، د پښتون غورځنګ وخت نور ختم دی او اجازه نه لري چې خلک د پاکستان او پوځ پر ضد وپاروي.
نوموړی تور پورې کوي چې غورځنګ له بهرنیو استخباراتو سره اړیکي لري او له هغوی پیسې اخلي.
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین زموږ له همکار حمید شجاع سره په یوه مرکه کې دا تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې غورځنګ د خپلو پلویانو په چنده او مالي مرسته چلېږي.