کوټې ته تللي کډوال بېرته افغانستان ته لېږدول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
په کوټه کې لوړپوړي چارواکي وايي، ددغه ښار له بليلي سیمې يې شاوخوا پنځوس هغه افغان کډوالې کورنۍ بېرته تر ډېورنډکرښې د افغانستان غاړې ته اړولې، چې د دوی په خبره څو ورځې وړاندې هملته په غیر قانوني توګه ورغلې وې.
د کوټې کمشنر سهیل الرحمان بلوڅ له بي بي سي سره خبرو کې وویل، ''دغه کډوالې کورنۍ په ناقانونه توګه کوټې ته راغلې وې، ځکه مو بېرته ولېږدولې ''.
پاکستاني چارواکي وايي، دوی نور افغان کډوال نه مني.
ددې افغان کډوالو کورنيو ځينو ښځو تر بېرته لېږدولو وړاندې له بي بي سي سره خبرو کې ویلي وو، دوی د جګړې او طالبانو له امله خپل وطن پرې ایښی او کوټې ته يې پناه راوړې.
کوټې ته راغلیو دغو کډوالو کورنیو غړي وايي، دوی له کندوزه څخه را کډوال شوي او تر شپو شپو مزل وروسته کوټې ته رارسېدلي دي.
یوه مېرمن چې ماشوم زوی يې په غېږ کې وو او چیغې يې وهلې، بي بي سي ته وویل ؛چې سوله وای موږ پروا نه کوله او خپل وطن مو نه پرېښود، خو چې سوله نه وه، نو بېخي مو له یو دوه جوړې کالیو سره وطن پرېښود او دلته راغلو ''.
دغه مېرمن وايي، کوټې تر راتللو وروسته يې هم نه څه د خوراک څښاک لپاره پيدا کړل او نه يې سرپناه وموندله.
له بېل بېل ټوکړو جوړې شوې خپلې خیمې ته يې لاس ونیو او ويې ویل: ''دغه مو په کور کې زاړه ټوکران سره راټول کړل او بیا به له سهاره تر ماښامه باندې ناسته وم او ومې ګڼدل ''.
دغه کورنۍ وايي، دوی ته هیڅ د کډوال په سترګه ونه کتل شول.
یوې بلې کډوالې مېرمنې بیا بي بي سي ته وویل، ماشومان يې ان په نس لا ماړه نه دي او هیڅ نه لري.
پرون دوشنبه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي وو، چې پاکستان ته هیڅ یو کډوال نه دی راغلی، خو دغه کډوال بیا وايي، دوی راغلي وو، خو بېرته يې پسې اخیستي.




















