بلوچستان چارواکي: د ناقانونه افغان کډوالو او هغوی ته پناه ورکوونکو پر ضد دې عملیات وشي

د عکس سرچینه، Government of Balochistan
د پاکستان بلوچستان ایالت چارواکو امنیتي ادارو ته امر کړی چې دې صوبې ته په ناقانونه توګه د ورتلونکو کسانو پر ضد دې عملیات وشي.
چارواکو همدا راز ویلي، هغه کسان دې هم په نښه شي چې یاده صوبه کې ناقانونه افغان کډوالو ته پناه ورکوي.
دا پرېکړه د بلوچستان د مشر سکرتر مطهر نیاز رانا په مشرۍ د جګپوړو چارواکو په یوه غونډه کې شوې ده.
په دې غونډه کې د بلوچستان ایالت د پولیسو، استخباراتي ادارو او پوځي چارواکو ګډون کړی و.
په غونډه کې همدا راز پرېکړه شوې چې بلوچستان ته د ورتلونکو کسانو اسناد به کتل کېږي او پر لویو لارو به ټینګه تلاشي کېږي.
همدا راز په یاده صوبه کې پر عمومي امنیتي وضعیت هم خبرې او سلا مشوره شوې ده.
د بلوچستان مشر سکرتر ویلي، د هغو کسانو پر ضد چې په ناقانونه توګه یادې صوبې ته داخلېږي، د هغه قانون پر اساس دې ګام واخیستل شي چې د بهرنیو وګړو لپاره جوړ شوی.

د عکس سرچینه، ABDUL BASIT
یاده دې وي چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې سلګونه زره افغانان هڅه کوي چې پاکستان ته واوړي.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې پر چمن-سپین بولدک او همدا راز تورخم بندرونو کې ګڼ شمېر افغانان پاکستان ته د اوښتو په تمه شپې تېروي.
خو پاکستان تر دې دمه دې کسانو ته اجازه نه ده ورکړې چې خاورې ته یې ور واوړي، او یوازې هغه کسان پرېږدي چې ویزه ولري او د درملنې لپاره پاکستان ته تلل غواړي.
د دې ترڅنګ د سوداګرۍ لپاره هم لاره پرانیستې او هره ورځ ګڼ شمېر په سوداګریزو توکو بار لارۍ پر کرښه اوړي.
طالبان وایي، په چمن-سپین بولدک او تورخم بندرونو کې د ایسارو افغانانو ستونزه له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې ده.
دا ډله وایي، کوم کسان چې د سفر لپاره اړین اسناد ولري، کولی شي چې هر هېواد ته چې وغواړي سفر وکړي.





















