پېښور کې د يوه حکيم وژنه: د سکانو ټولنې مشران وايي خوندي نه دي
د خپرېدو وخت
پاکستان کې د سک لږکيو مشران وايي د پښتونخوا يو مشهور حکيم سردار ستنام سنګ د وژنې پلټنه دې وشي، چې پرون پېښور کې د نامعلومو وسلوالو په ډزو ووژل شو.
د ځينو شمېرو له مخې پاکستان کې شاوخوا ۵۰ زره سکان اوسېږي، چې ډېر یې خيبر پښتونخوا کې مېشت دي.
د سک لږکيو غوښتنه دا ده چې پاکستان يې دې امنيت وساتي، که نه نو وايي اړ به شي احتجاجونو مخه کړي.
پېښور کې مو همکار رحمان الله د سردار ستنام سنګ وير مراسمو ته ورغلی او دا راپور يې پرې رالېږلی دی.