د کډوالو شکايت: له پاکستانه تلونکي افغانان وايي قانوني مراحل يې لېږد ځنډوي

د ویډیو تشریح، د کډوالو شکايت: له پاکستانه تلونکي افغانان وايي قانوني مراحل يې لېږد ځنډوي
د خپرېدو وخت

د کندهار په سپین بولدک کې د طالبانو په وینا پرون تر زرو ډېرې کورنۍ افغانستان ته وراوښتې دي.

د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې بیا هغه افغانان چې خپل هېواد ته ستنېدل غواړي شکایت لري چې د قانوني مراحلو له امله ایسار شوي دي.

په لسګونو کورنۍ چې له سند ایالته او یا د بلوچستان له بېلا بېلو سیمو د کډوالو ستنېدونکو مرکزونو ته راغلي وايي چې د ستنېدو په لاره کې یې خنډ شته.

په کوټه کې ځایي حبریال محب الله خان دغه ډول یوه مرکز ته ورغلی.