وزیرستان پوځي عملیات: بې ځایه شویو د احتجاج اعلان کړی

پروسږ کال جون میاشت کې د پاکستان پوځ ضرب عضب نومي عملیاتو پایله کې له یو میلیون ډېر ځايي اوسېدونکي د خپل کور کلي پرېښودو ته اړشوي دي
د عکس تشریح، پروسږ کال جون میاشت کې د پاکستان پوځ ضرب عضب نومي عملیاتو پایله کې له یو میلیون ډېر ځايي اوسېدونکي د خپل کور کلي پرېښودو ته اړشوي دي
د خپرېدو وخت

له قبیالي سیمو نه دپاکستاني پوځ عملیاتو پایله کې بې ځایه شویو کسانو پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی، چې که د یوې اونۍ مودې کې د ټولو بې ځایه شویو کسانو ستنېدو عملي پروګرام یې اعلان نه کړ، دوی به اسلام اباد او پېښور کې احتجاج وکړي.

د شمالي وزیرستان اتمانزیو مخورو فدرالي پارلمان کې د خپل استازي حاجي محمد نذیر په مشرۍ د پنجشبې په ورځ دې لړ کې د خیبر پښتونخوا له ګورنر ( والي ) مهتاب احمد خان سره لیدلي.

له ګورنر سره د خبرو کونکو له ډلې یوه ملک کلیم الله بي بي سي ته ویلي، چې ګورنر ته یې د بې ځایه شویو کسانو د ستونزو په اړه بشپړ معلومات ورکړي او وايي نوموړي ورسره ژمنه کړې، چې ډېر ژر به ټول بې ځایه شوي کسان خپلو مېنو ته ستانه کړل شي.

نوموړی وايي، پلاوي حکومت ته یو څو ورځې وخت ورکړی او که دغې مودې کې یې غوښتنې و نه منل شي، دویم پړاو کې به پېښور او اسلام اباد کې احتجاجي ناستې وکړي.

بل لور ته پېښور کې د ګورنر له دفتره خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ګورنر د قبایلي سیمې مخورو ته وینا کې د لومړي وزیر نوازشریف د هغو اقداماتو یادوونه وکړه، چې د قبایلي سیمو د غوره راتلونکي لپاره یې کړي او دا یې تاریخي وبلل.

چارواکي وايي، تر اوسه دوه زره کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي دي
د عکس تشریح، چارواکي وايي، تر اوسه دوه زره کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي دي

نوموړي ویلي وزیرستان کې د پوهنې ودې لپاره د رزمک کیډټ کالج بېرته رزمک ته لېږدول کېږي او د بیا رغاونې لپاره یې یو میلیارد روپۍ ځانګړې شوې دي.

پروسږ کال جون میاشت کې د پاکستان پوځ ضرب عضب نومي پوځي عملیاتو پایله کې له یو میلیون ډېر ځايي اوسېدونکي د خپل کور کلي پرېښودو ته اړشوي دي.

دغه کسان اوس هم بنو سیمې پنډغالي کې اوسي او یا هم د شاوخوا سیمو کرايي کورونو کې ژوند کوي.

حکومت څو میاشتې مخکې د دغو بې ځایه شویو کسانو د بېرته ستنولو پروګرام اعلان کړ او په وینا یې تر اوسه دوه زره کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي دي.

خو بې ځایه شوي کسان بیا وايي د هغو سیمو خلک بېرته لېږل کېږي، چې له سره پکې پوځي عملیات نه دي شوي.

دوی وايي د بېرته ستنېدو لپاره یو کال موده ټاکل شوې، چې وايي ډېره اوږده موده ده او تر هغه مهاله ورته په پنډغالي کې اوسېده د زغملو نه دي.