د پاکستاني پوځیانو د چورلکې نسکورېدو له کبله ۱۲ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، b
خیبر پښتونخوا په مانسهره سیمه کې د پاکستان یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې.
د دغې پېښې د لټون لپاره د عملیاتو په پایله کې د ۱۲ کسانو مړي موندل شوي دي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو اداره ای ایس پي ار وايي، د پېښې په اړه د لټون او مرستې رسولو عملیات یې بشپړ کړي دي.
دغې ادارې په خپل لنډ پیغام کې ویلي، چې په چورلکه کې د پوځ روغتیاپالانو ډلې او د چورلکې کارکوونکو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي دي.
دغه پوځي چورلکه تېره ورځ د مانسهرې په سیمه کې د خرابې هوا له کبله نسکوره شوه.
په دې پېښې کې د پوځیانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.
ویل شوي، چې دغه چورلګه له راولپنډۍ نه ګلګت ته روانه وه او په ظاهر د پېښې لامل خرابه هوا ښودل شوې.
د روان کال په مې میاشت کې د پاکستان پوځ یوه چورلکه په ګلګلت بلتستان کې له کښېناستو لږ څه مخکې لوېدلې وه، چې له پیلوټ پرته د ناروې او فلیپین سفیران او د مالیزیا او اندونیزیا د سفیرانو مېرمنې هم پکې ووژل شوې.





















