برتانیا کې "د ونو ښار" پروژه د وګړو له شمېر سره سم ونې ږدي

د عکس سرچینه، Getty Images
د برېتانیا په مانچستر ښار کې یوه داسې پروژه پيل شوې چې له مخې به یې په راتلونکو ۲۵ کلونو کې په دې ښار کې ۳ میلیونه ونې ولګولې شي.
د پروژې چلوونکي غواړي چې په دې ښار کې د مېشت هر سړي، هرې ښځې او هر ماشوم لپاره یوه ونه وي.
پروژې ته "د ونو ښار " نوم ورکړل شوی او موخه یې دا ده چې هم مانچستر ښار ته شنه بڼه ورکړل شي او هم ټولنه د ونو او بوټو په ګټو وپوهول شي.
کارپوهان وایي، که په یوه ښار کې ونې او بوټي دېر وي نو اوسېدونکي یې له رواني پلوه ارام او هوسا وي. بله مالومه ګټه یې دا ده چې هوا پاکوي او د ناروغیو مخه نیسي. خو یو بل خیر یې هم شته.

د عکس سرچینه، City of Trees
د دې پروژې تنظیموونکي توني هاترسال وایي، که په مانچستر ښار کې ونې او شنه باغونه ډېر شي، خلک به په کور دننه یا په مغازو کې ډېر وخت نه لګوي، له دې سره به ډېرې بېځایه پیسې هم نه مصرفوي، او کرار به په پاکه او ارامه فضا کې تر شنو ونو لاندې ناست وي.
د پروژې په اوږدو کې به دې ته هم کتل کېږي چې ونې په ښاري سیمو کې د سېلابونو په مخنیوي کې څومره مرسته کولی شي.
تنظیموونکي وایي، هڅه به کوي چې عام ولس په دې کمپاین کې برخه واخلي، په لارو او باغونو کې ونې ولګوي او بیا یې پخپله ساتنه هم وکړي. مطلب دا چې ډېری هغه مسولیتونه چې پخوا د ښاروالۍ پر غاړه ول، اوس به ولس پکې مرسته کوي.
دوی په مانچستر ښار کې د هغو ساحو په لټه کې دي چې نوې ونې پکې لګول کېدای شي، خو هڅه کوي د هر ډول ونې لپاره یو مناسب ځای پیدا کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پروژې مشر وایي، مانچستر یو مخ پر ودې ښار دی. د ژوند بڼه پکې ورځ تر بلې عصري کېږي، خو دا هم مهمه ده چې په دې ښار کې طبعیت ژوندی پاتې شي او د ښار هر کونج باید په خښتو او سمټو بدل نشي.
یاده پروژه د مانچستر پوهنتون له یو شمېر څېړونکو سره په ګډه پر مخ بېول کېږي. دا څېړونکي وایي، د نړۍ په نورو برخو کې څېړنو ثابته کړې چې شنه فضا او ونې د انسانانو د ژوند پر معیار مثبت اغېز لري.

د عکس سرچینه، City of Trees
کوم ښارونه چې شنه وي، هلته نه یوازې هوا پاکه وي، بلکې شور هم پکې کم وي، د اقلیمي بدلون پر وړاندې هم ښه مقاومت کوي، او هوا پکې ډېره نه تودېږي او سېلابونه ډېر زیان نه اوړوي.



















