ایا هند به دفاعي برخه کې پر ځان بسیا شي؟

راج ناتھ سنگھ
د عکس تشریح، د هند دفاع وزیر راج نات سینګ وايي، تر پنځو کلونو نوې پرېکړه پوره پلې کېږي.
    • Author, سروج سینګ
    • دنده, بي بي سي ډېلی
  • د خپرېدو وخت

د هند حکومت دفاعي برخه کې د ځان بسیاینې خبره کوي چې له مخې یې د دغه هېواد دفاع وزارت د ۱۰۱ توکو پر وارداتو بندیز ولګاوه.

دې کې ډول ډول وسلې، ټرانسپورټي الوتکې، رادار او نور دفاعي توکي راځي.

د هند دفاع وزیر راج نات سینګ وايي، دا بندیز به د ۲۰۲۰ کال له ډیسمبر د ۲۰۲۵ کال تر ډیسمبر ګام په ګام پلی شي او دې سره به هېوادنی صنعت وده وکړي.

نوموړي دا هم وویل، له اړوند پوځي، خصوصي او حکومتي ښکېلو لورو سره تر مشورې وروسته یې د دې توکو پر واردولو بندیز ولګاوه.

د هند دفاعي لګښت

انڈیا
د عکس تشریح، پر ۲۰۱۹ کال هند دفاعي برخه کې ۷۱ میلیارد ډالر لګښت کړی

د سولې نړیوال څېړنیز انستیتیوت د کلني رپوټ له مخې، هند پوځي برخه کې د هغو هېوادونو نوملړ کې دریم ځای لري چې ډېر دفاعي لګښت کوي.

له دغه هېواد مخکې او اول نمبر امریکا او بیا چین دی.

دا رپوټ وايي، پر ۲۰۱۹ کال هند دفاعي برخه کې ۷۱ میلیارد ډالر لګښت کړی، چې تر ۲۰۱۸ کال ۶،۹ سلنه ډېر دی.

پر ۲۰۱۹ کال چین دفاعي برخه کې ۲۶۱ میلیارد ډالر او امریکا ۷۳۲ میلیارد ډالر لګولي دي.

هند تر ډېره پوځي وسایل له روسیې پېري او له هغه وروسته له امریکا، اسراییل او فرانسې هم دا توکي رانیسي.

رپوټ وايي، د هند دفاعي لګښت په دې هم ډېرېږي چې له پاکستان او چین سره پوله کې جنجال لري.

خو اوس پوښتنه دا ده چې راتلونکو پنځو کلونو کې به دا تصویر بدل شي او هند به پر ځان بسیا شي؟

هند اوس دفاعي برخه کې څومره ځان بسیا دی؟

انڈین لڑاکا طیارہ
د عکس تشریح، هند پر ۲۰۱۹ کال خپل پوځي لګښت تر ۲۰۱۸ کال ۶،۹ سلنه ډېر کړ

د دفاعي چارو شنونکی راهل بیدي د هند د دفاع وزیر خبره نوې نه بولي او په نوي بوتل کې زاړه شراب یې انګېري.

هغه وایي، پر ۲۰۱۳ کال هم ورته خبره شوې وه، خو اوس هم چې هند کې کمپنۍ کوم دفاعي توکي تیاروي پرزې یې بهر جوړېږي.

د هغه په خبره، د هند د پوځي توکو برابرولو لایسنس له بهرنیو کمپنیو سره دی او د تړون له مخې هند کې وسایل جوړوي.

خو د دفاع وزارت نوي حکم کې دا نه دي ویل شوي چې د دې لایسنس له مخې تیارېدونکي توکي دفاعي برخه کې د ځان بسیاینې اړوند دي که نه.

خو راهل بیدي وايي، چې تر څو بهرنۍ کمپنۍ یوه هېواد کې دومره لاسوهنه لري، نو دفاعي توکو کې د ځان بساینې شعار نه بریالی کېږي.

لایټ کمبټ یا د سپکې جګړې الوتکه

فوجی

د لایټ کمبېټ الوتکې ماشین او نور ډېر توکي له بهر صادرېږي او بیا هند کې تیارېږي، خو دفاعي برخه کې ځان بسیاینې سره به د دې الوتکو ماشین بشپړ هند کې جوړ شي که نه؟

چارواکي څه نه وايي، خو راهل بیدي وايي، دا الوتکه له ۱۹۸۳ کال راهیسې هند کې جوړېږي:

" ۳۷ کلونو کې یې هند په مارک ۱ ماډل جوړولو بریالی شوی، خو مارک اې جنګي ماډل لا هم هند کې نه تیارېږي او دلته جوړول به یې څلور یا پنځه کلونه وغواړي. "

د هند د دفاعي توکو نوي بندیز کې پر دې الوتکه هم بندیز شته او په کور د جوړولو خبره یې کېږي.

خو راهل بیدي وایي، هند دفاعي برخه کې د ځان بسیاینې سره باید د توکو پر ډیزاین او پرمختیا هم پام وکړي.

نوموړی مثال کې بولټ پروف جېکټ یا مرمۍ ضد جاکټ مثال ور کوي چې له ۱۹۹۰ کال راهیسې هند کې جوړېږي، خو زیاتوي چې لا هم پکې ځینې کاریدونکي توکي یې له بهر صادرېږي.

رایفل

راج ناتھ

هند د اسالټ رایفل په نوم د یوې وسلې جوړولو هڅه کوي. راهیل بیدي وايي، دغه هېواد پر ۱۹۹۰ کال هم دا وسله جوړه کړه، خو بریالۍ نه وه.

۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې د هند پوځ دا وسله اغېزناکه ونه بلله او د هغې د بدیل غوښتنه یې وکړه، بیا پر ۲۰۱۹ کال اترپردېش کې د دې وسلې جوړولو شرکت کار پیل کړ.

دې وسله کې له روسیې سره د شراکت خبره وشوه، خو تړون ورسره بشپړ نه شو او دا کار په ټپه ودرېد.

خصوصي کمپنۍ ولې شا ته دي؟

دفاع

د هند دفاعي صنعت ټولنې غړی اونیش پټانایک وايي، دې برخه کې له پانګونې ګټه ترلاسول ډېر وخت غواړي، په لږ پانګونه هم نه کېږي، بل دا چې هند کې له دې پانګونې د ګټې ترلاسولو ضمانت هم نشته:

"بهرنۍ کمپنۍ ښه وسایل هم جوړوي، په دې لامل هم موږ له دوی شاته یو. "

خو زیاتوي چې د حکومت نوې پرېکړې سره به کورنۍ کمپنۍ هیله منې شي.

د دفاعي چارو اړوند فورس میاشتنۍ سمونګره یا ایډېټره غزاله وهاب وايي، مهمه دا ده چې که هند توکي جوړ کړي د صادرېدو وړ به وي که نه.

نوموړې د مثال لپاره د هند جوړ ټانک خبره کوي چې د وزن له امله یې د دغه هېواد پوځ هم نه کاروي.