د نوبل فزيک جایزه: د تودوخې او لمس پر وړاندې د بدن غبرګون څېړونکو ته ورکړل شوې
د خپرېدو وخت
فزيک کې د سږني ۲۰۲۱ کال نوبل جايزه دريو ساينسپوهانو ته ورکړل شوې چې د مځکې اقليم او هوا پېچلي سيستم په اړه يې پر پوهاوي کار کړی دی.
سويوکوروا مانابې، کلاوس هازېلمان او جورجيو پاريسي سټوکهلوم کې د يوه کنفرانس پر مهال د سږني کال ګټونکي اعلان شول. دوی به د دې جايزې پيسې سره شريکوي، چې نژدې ۱،۲ ميليون ډالره کېږي.
له دوی مخکې بيا دوو امريکايي ساينسپوهانو طب کې نوبل جايزه وګټله. دوی موندلې چې څنکه د انسان بدن د لمر تودوخې او يا هم د يوه ګران کس له خوا د غېږې ورکولو پر وړاندې غبرګون ښيي.. ډېوېډ جوليس او اردم پاټاپوټيان د احساس هغو برخو موندلو لپاره توند مرچک کارولي وو، چې بدن ته د دې توان ورکوي چې د ګرمۍ او فشار احساس وکړي، چې ښايي د درد درملنې لپاره نوې لارې پرانيزي.