ویلیمز خویندې اسټرالیا اوپن پایلوبه کې د یوې بلې پر وړاندې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټینیس وتلې لوبغاړې، امریکايۍ خویندې وینس او سرینا ویلیمز د نوي کال لومړیو ګرانډ سلام سیالیو پایلوبې ته رسېدلي. د اسټرالیا اوپن دغه سیالۍ د دغه هېواد په ملبرون ښار کې کېږي.
د شنبې پر ورځ به دواړه خوېندې د نهم ځل لپاره د ګرانډ سلام سیالیو پایلوبه کې د یوې بلې خلاف لوبه کوي.
د پنجشنبې ورځې نیمه پایلوبو کې ۳۶ کلنې وینس د خپل هېواد کوکو وینډېویګ ته د یوه مقابل کې پر دوو سیټونو ماتې ورکړه او خور یې سرینا د کرواتیا مرجانا لوچچ ته په ډېره اسانۍ ماتې ورکړه. سرینا په نړیوالو درجه بندیو کې.
وینس له دې وروستۍ بریا سره له کبله له ۲۰۰۹ کال راهیسې لومړی ځل د ګرانډ سلام سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړې د شنبې پر ورځ خپل لوبیزه ژوند لومړي اسټرالیايي اوپن او په ټول کې اتم ګرانډ سلام سیالیو کې ګډون کوي. وینس وروستی ځل ۲۰۰۸ کال کې لندن ومبلډن ټینیس سیالیو کې بریا تر لاسه کړې وه.
بل لور ته سرینا ویلیمز له خپلې خور سره د مخامخ کېدو پر مهال د خپل لوبیز ژوند ۲۳ مو ګرانډ سلام سیالیو ګټلو لپاره مقابله کوي.
لومړۍ نیمه پایلوبه کې له بریا وروسته وینس خبریالانو ته وویل، سرینا چې څه ډول لوبه کوي، څه ډول سیالي کوي، لیدل یې حیرانونکي وي. نوموړې دا هم ویلي، چې د شنبې پر ورځ به د جال بل لور ته د یوې سیالې په توګه د خپلې خور لیدل ورته د خوب لیده دي.



















