کرېکټ: په یوازې ۲۳ توپونو د شفق ۷۰ ناسوځېدلې منډې

د عکس سرچینه، ACB
افغان کرېکټ الف لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې خلاف سیریز وګاټه.
افغان لوبډلې په درېیمه یوه ورځنۍ لوبه کې زمبابوی ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې پچه یا ټاس زمبامبوی وګاټه، خو افغان لوبډلې ته یې د لوبې پیلولو بلنه ورکړه.
افغان لوبغاړو ټاکلو ۵۰ اوورنو کې ۲۷۹ منډې جوړې کړې او څلور لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
دې کې د یونس احمدزي سلیزه او د شفیق الله شفق ۷۰ ' نا سوځېدلی ' منډې هم شاملې دي. یو نس احمدزي ۱۰۴ منډې جوړې کړې.
زمبامبوی الف لوبډله وتوانېده د ۹ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ۲۵۹ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري نواز خان ۵ او محمد ابراهیم ۲ لوبغاړي وسوځول.
شفیق الله شفق په ۲۳ توپونو کې د سترو شاټونو په وهلو سره ۷۰ نا سوځیدلې منډو جوړولو له امله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
افغان انکشافي لوبډله به څلورمه پنڅوس اوریزه لوبه د زمبابوې د همدغې الف لوبډلې پروړاندې د فبروري په ۳ نیټه ترسره کړي.



















