د نبي ۴ وېکټو حیدراباد ته لویه بریا ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند د کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې نن یکشنبه سنرایزرس حیدر اباد له رایل چلېنچرز بنګلوره سره مخامخ شو. د افغانستان د ملي لوبډلې الرونډر په دې لوبه کې ښه وځلېد او په خپلو څلورو ارونو کې یې یوزاې ۱۱ منډې ورکړې او ۴ وېکټې یې واخیستې.
د بنګلور لوبډلې پچه وګټله او حیدر اباد ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د حیدراباد د پیل دوه توپ وهونکو، جوني بېرسټاو او ډیوډ وارنر په پرله پسې توګه د درېیم ځل لپاره د سلو منډو ملګرتیا بشپړه کړه.
جاني ۱۱۴ منډې وکړې او وارنر هم سلیزه بشپړه کړه. د ۲۰ اورونو په پای کې حیدر اباد ۲۳۱ منډې جوړې کړې.
د ۲۳۲ منډو هدف اسانه نه و، خو محمد نبي د بنګلور ستونزه نور هم ور ډېره کړه او د پیل دواړه توپ وهونکي یې ور وسوځول.
تر دوی وروسته نبي د ډیویلیرز مهمه وېکټه هم واخیسته. دوبې هم پا اسانۍ سره د نبي د توپ اچونې ښکار شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د حیدر اباد لپاره سندیپ شرما هم ۳ وېکټې واخیستې.
په پای کې د بنګلور ټوله لوبډله په ۱۱۳ منډو وسوځېده او په دې توګه حیدر اباد دا لوبه په ۱۱۸ منډو وګټله.
له دې بریا سره حیدر اباد د هند د کرېکټ غوره لیګ په روانو سیالیو کې د جدول په سر کې ځای واخیست.
جوني بیزسټاو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
هېره دې نه وي چې د حیدر اباد په تېره لوبه کې د افغانستان بل ستوری راشد خان ښه ځلېدلی و او د لوبې غوره لوبغاړو نومول شوی و.



















