په نړیوال جام کې د افغانستان وروستۍ جالبه لوبه؛ سویلي افریقا دا لوبه په ۵ وېکټو وګټله

کرېکټ
د خپرېدو وخت

د کرېکټ د یو ورځنیو سیالیو د ۲۰۲۳م نړیوال جام سیالیو کې افغانستان خپله وروستۍ او نهمه لوبه د سویلي افریقا خلاف وکړه.

د افغانستان لخوا د لوبې پیل که څه هم ډېر ښه نه و خو د عظمت الله عمرزي ۹۷ ناسوځيدلو منډو د افغانستان هدف څه لوړ کړ.

د ۲۴۵ منډو تر لاسه کولو لپاره سویلي افریقا ډېره له احتیاطه ډکه لوبه وکړه او یوه وخت کې خو ان د افغانستان د بري هیلې هم وټوکیدې داسې چې سویلي افریقا ته په ۳۰ بالونو ۳۰ منډې په کار وې خو بل خوا د افغانستان ښه توپ وهنه وه.

سویلي افریقا د ۲۴۵ منډو هدف په ۴۸ اوور کې داسې مهال پوره کړ چې لا یې ۵ وېکټې لرلې.

کرېکټ

افغانستان په ټولو ۹ لوبو کې څلور وېکټې وګټلې او له دې سره د جدول په شپږم ځای کې موقعیت لري.

کرېکټ

د عمرزي ۹۷ ناسوځېدلې منډې؛ افغانستان سویلي افریقا ته د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه

د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام په چوکاټ کې افغان لوبډلې پخپلې وروستۍ لوبه کې پیاوړې سویلي افریقا ته په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۴ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې که څه هم د افغان لوبډلې پیل ښه نه و خو د عظمت الله عمرزي ۹۷ منډو افغانستان نسبي ښه هدف ته ورساوه.

د عمرزي او ډېرو افغانانو د هغه د سلیزې ارمان په وروستي اوور کې نیمګړی پاتې شو خو نوموړی تر پایه ناسوځيدلی پاتې شو.

له ده مخکې د اسټرالیا خلاف لوبه کې ابراهیم ځدراڼ لومړۍ افغان لوبغاړی شو چې د نړیوال جام په سیالیو کې سلیزه پوره کوي.

د عظمت الله عمرزي سره د کمکي عمر افغان ورو بالر نور احمد لکڼوال هم ارزښتناکه ملګرتیا وکړه او د افغان لوبډلې په ګټه یې ۲۶ منډې جوړې کړې.

لکڼوال پخپله پاڼۍ کې ۴ څلوریزې هم ووهلې.

کرېکټ
د عکس تشریح، نور احمد لکڼوال په دې لوبه کې د افغان لوبډلې په ګټه ۲۶ منډې جوړې کړې

ورپسې بل افغان توپ اچونکي مجیب الرحمان هم د یوې سترې شپږیزې پر مټ اته منډې جوړې کړې خو وسوځيد.

د سویلي افریقا وېکټ ساتونکي ډيکاک په دې لوبه کې د افغان لوبغاړو شپږ کېچونه ونیول او افغان لوبدله یې له ستر هدفه ایساره کړه. نوموړی په روان نړیوال جام کې له ۱۸ مهمو کېچونو سره لومړی وېکټ ساتونکی لوبغاړو شو چې ډېر کېچونه یې نیولې دي.

افغانستان له ټاس ګټلو سره د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه کړې وه

د کرېکټ نړیوال جام په لومړي پړاو سیالیو کې د افغانستان او سویلي افریقا وروستۍ لوبه نن د هند په تر ټولو ستر او نوې جوړ شوې احمداباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې روانه ده.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د دې لوبې بچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

هغه وویل ویشتنځای او دا چې تمه کیږي په دویمه پاڼۍ کې به یې ورو بالران ښه وچلیږي دا غوره ګڼلې چې لومړۍ توپ وهنه وکړې.

د سویلي افریقا لوبډلمشر چې له هند نه یې په خورا لوړ توپیر تېره لوبه بایللي ده وویل هڅه کوي بېرته لوبې ته پیاوړې ستانه شي

کرېکټ

سویلي افریقا په نړیوال جام کې تر سره شویو اتو لوبو کې شپږ ګټلې او له نیدرلېنډز او هند یې ماته خوړلې ده.

دا لوبډله د نړیوال جام یوه پیاوړې لوبډله ده چې وار له مخه یې ځان نیمه پایلوبې ته هم رسولی دی.

له توپ وهنې وروسته افغانستان نن د ۴۱ او ۴۵ منډو تر منځ درې مهمې وېکټې له لاسه ورکړې او د لوبې په لومړیو ۲۵ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو یې ایلا سل منډې جوړې کړې.

دا تېرو لوبو ته په کتو د افغان لوبډلې کمزورۍ پیل دی.

رحمن الله ګوربز، ابراهیم ځدران، حشمت الله شهیدي، رحمت شاه او اکرام علیخېل هغه لوبغاړي دي چې تر ۲۵ اوره د سیویلي افریقا لخوا اوټ شول.

کرېکټ

د دوی له منځه رحمان الله ګوربز ۲۵، ابراهیم ځدراڼ ۱۵، رحمت شاه ۲۶، لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۲، عظمت الله عمرزي ۲۴ او اکرام علیخېل د خپلې لوبډلې په ګټه ۱۲ منډې جوړې کړې.

له دوی وروسته محمد نبي په دوه منډو او راشد خان په ۱۴ منډو وسوځيدل.

خو د افغانستان الراونډر لوبغاړی عظمت الله عمرزي د سویلي افریقا خلاف څه ښه لوبه وکړه او له فشارده ډک وخت کیې یې د افغان لوبډلې په ګټه پنځوسیزه جوړه کړه.

د افغانستان عظمت الله عمرزي د سویلي افریقا خلاف داسې مهال مهمې پنځوس منډې وکړې چې د افغان لوبډلې د توپ وهنې پیل ښه نه و.

کرېکټ
د عکس تشریح، عظمت الله عمرزي داسې مهال چې د افغان لوبډلې وضعیت ښه نه و پنځوسیزه جوړه کړه

د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام په چوکاټ کې افغان لوبډلې پخپلې وروستۍ لوبه کې پیاوړې سویلي افریقا ته په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۴ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې که څه هم د افغان لوبډلې پیل ښه نه و خو د عظمت الله عمرزي د ۹۷مهمو منډو افغانستان نسبي ښه هدف ته ورساوه.

د عظمت الله عمرزي سره د کمکي عمر افغان ورو بالر نور احمد لکڼوال هم ارزښتناکه ملګرتیا وکړه او د افغان لوبډلې په ګټه یې ۲۶ منډې جوړې کړې.

لکڼوال پخپله پاڼۍ کې ۴ څلوریزې هم ووهلې.

ورپسې بل افغان توپ اچونکي مجیب الرحمان هم د یوې سترې شپږیزې پر مټ اته منډې جوړې کړې خو وسوځيد.

هغه په ۷۱ بالونو د سویلي افریقا خلاف پنځوسیزه وکړه چې پکې څلور څلوریزې او یوه شپږیزه هم وه.

د سویلي افریقا خلاف افغان لوبډلې په ۳۷ اورونو کې ۱۵۷ منډې جوړې کړې او ۶ مهم لوبغاړي ې اوټ شوي دي.

د افغانستان او سویلي افریقا تر منځ نننۍ لوبه د نړیوال جام سیالیو د لړۍ ۴۲مه لوبه ده.

افغانستان په دې سیالیو کې پاکستان، انګلنډ، شري لنکا او نېدرلنډز ته ماتې ورکړې او وار له مخه یې روان نړیوال جام د ځان په ګټه تاریخي کړی دی.

تېره سې شنبه له اسټرالیا سره په لوبه کې چې افغان لوبډلې د اسټرالیا اووه وېکټې ترلاسه کړې، داسې معلومېده چې نیمه پایلوبې ته د رسېدو په هکله د افغان لوبډلې ارمان پوره کېدونکی دی، خو د اسټرالیا ګلین ماکسویل په ټپي حالت کې دوې سلیزې بشپړې کړې او بریا یې له افغان لوبډلې وتروړله.

کرېکټ

افغانستان د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو کې څلور مهمې او تاریخي بریاوې درلودې، له پاکستان، انګلنډ او شري لنکا لوبډلو چې د نړیوال جام مخکیني اتلان دي، په زړه پورې لوبې وګټلې او نیدلنډز ته یې هم په لوی توپير ماتې ورکړه، افغان لوبډلې له پیاوړې اسټرالیا سره هم له بل هر وخته ښه لوبه وکړه داسې چې یوه وخت د افغانستان د بریا چانس ۹۲ سلنې ته لوړ شوی و خو وروسته مېکسوېل خپله لوبډله بریا او نیمه پایلوبې ته ورسوله.

د کرېکټ ماهرینو او مینه والو لخوا د افغان لوبډلې د ښو لوبو ډېره ستاینه شوې او په نړیواله کچه یې ګڼ مینه وال پیدا کړي دي.