کريکټ: افغانستان له کانادا سره لوبه کوي

د کريکټ د لومړي ډويژن اتلولۍ په هالند کې د پنجشنبه په ورځ ( د جولاى لومړۍ نېټه ) پيليدونکې دي چې د افغانستان په گډون پکې شپږ هيوادونه برخه اخلي .
د ولسمشر کرزي سلاکار او د افغان کريکټ بورډ غړي شهزاده مسعود چې له ملي لوبډلې سره هالنډ ته تللى بي بي سي ته وويل چې دغه لوبې د دۀ په وينا شپږ سره لوبډلو ته حياتي ارزښت لري .
ښاغلي مسعود زياته کړه چې د دغو سياليو گټل به د دغو لوبډلو پر نړيوالو درجه بنديو اغيز وکړي .
افغان لوبغاړي چې د دوو تکړه لوبغاړو، محمد نبي او حميد حسن ، په ورسيدو پياوړي شوي ، خپله لومړنۍ لوبه له کانادا سره کوي .
حميد حسن او محمد نبي د چارشنبه په ورځ ماخوستن ناوخته هالند ته ورسيدل .
دوى په لندن کې د کريکټ د مشهور کلب ايم سي سي له خوا د جون په ٢٧ نېټه لوبه کوله او هالند ته د رسيدا په نيت بايد د ويزې او پاسپورټ لپاره بيرته افغانستان ته ستانۀ شوي واى .
محمد نبي عيسى خيل له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په لنډو خبرو کې وويل چې د الوتکو اوږدو سفرونو پر دۀ او حميد حسن اغيز نه دى لرلى او لوبې ته چمتو دي .
په لوبډله کې د دوى د غوراوي پريکړه به د لوبډلې روزونکى کبير خان له کانادا سره تر لوبې وړاندې کوي .
له دغې پريکړې پرته به کبير خان دې ته هم گوري چې د تقاعد شوي ريس احمدزي پر ځاى څوک ولوبوي .
په منډه جوړونکو کې د کندز نولس کلن زلمى لوبغاړى جاويد احمدي نوى دى .
شبير نوري چې پخوا يې د ملي لوبډلې له خوا لوبې کړي دي شايد تر جاويد احمدي غوره وبلل شي .
يوه بله پريکړه شايد د منډه جوړونکو د ترتيب په برخه کې وي .
که چيرې شبير نوري په لوبډله کې ځاى شي نو ډير امکان دا دى چې هغه به د منډو پيل ته وربلل شي .
په دغه حالت کې به کريم صادق په شپږم نمبر لوبې ته وځي .
په نوره لوبډله کې د ډير بدلون امکان لږ تر سترگو کيږي .
د هالند د دغو سياليو لپاره د افغانستان په غوره شوې لوبډله کې شپږ تيز بالران ، يو ورو بالر او د نبي عيسى خيل په شته والي کې يو هر اړخيز يا الراونډر شامل دى .
که په تيزو بالرانو کې څوک ټپي شي نو د ځاى ډکولو لپاره يې ستونزه نشته خو د منډه جوړونکو په برخه کې بيا دغه ډول ممکنه پېښې ته پام نه دى شوى .





















