افغانستان پر پنجشنبه له کینیا سره لوبه لري

د افغانستان د کریکټ بورډ وايي سبا (پنجشبه) د هېواد ملي لوبډله له کینیا سره یوه ورځنۍ لوبه لري.
مخکې افغان لوبډلې په نایروبي کې کینیا ته په ۱۶۷ منډو لویه ماتې ورکړه.
په کینیا کې د ملي لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی وایي (( د لوبغاړو روحيه جګه ده او هیله ده چې د کینیا څخه دا درې یو ورځنۍ لوبې هم وګټي)).
همدارنګه عبدالرحیمزی وايي چې د درې لوبغاړو روغتیايي حالت ښه نه دی.
په تېرو لوبو کې نور علي ځدراڼ ټپي شوی و، او د غاړې له درده کړېږي، خو حمید حسن بیا ۱۱ لوبغاړي وسوځول.
تر سبانۍ لوبې وروسته افغانستان د اکتوبر پر نهمه او ۱۱مه نېټه دوه نورې لوبې هم لري.
د پنجشنبې په سیالۍ کې دغه لوبغاړي ګډون لري:
۱- نوروز منګل
۲- محمد نبي عیسی خېل
۳- ميرويس اشرف
۴- کريم خان صادق
۵- محمد شهزاد محمدي
۶- حميد حسن
۷- نور علي ځدراڼ
۸- سميع الله شينواری
۹- اصغر ستانکزی
۱۰- شاهپور ځدراڼ
۱۱- خالقداد نوري
۱۲- نور الحق ملکزی
۱۳- عزت الله دولتزی
۱۴- محمد جاوید احمدي
۱۵- عبدالله مزاري





















