د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ نړيوال جام رسما پرانيستل شو

کرېکټ 2011
    • Author, کبیر حقمل
    • دنده, له هندوستانه
  • د خپرېدو وخت

د کرېکټ لسم نړيوال جام په رسمي ډول د پنجشنبې ورځې پر ماښام په بنګله دېش کې پرانيستل شو.

د دې جام د پرانيستنې مراسم د بنګله دېش د پلازمېنې ډاکې په مرکزي لوبغالي کې تر سره شول ، چې د دغه هېواد د لومړۍ وزيرې، کرېکټ لوبغاړو او هنرې ډلو تر څنګ سلګونو نورو خلکو پکې ګډون کړی و.

که څه هم سيالۍ سبا ( د شنبې ورځ د فبروري ۱۹ مه) پېلېږي، خو د پرانيستې مراسم يې، چې د اورلوبو او يو زيات شمېر نورو هنري نندارو ترڅنګ د لومړۍ وزيرې شيخ حسينه وينا هم پکې وه، د پنجشنبې پر ورځ ترسره شول.

مېرمن حسينې دا د خپل هېواد وياړ وباله، چې د کرېکټ نړيوالې لوبې دغلته کېږي او هيله يې څرګنده کړه، چې يادې لوبې به په نړۍ کې د ورورۍ او يووالي د لاټينګښت لامل وګرځي.

د پرانيستنې په دغو مراسمو کې د کرېکټ د نړيوالې شورا مشر او د بنګله دېش د کرېکټ بورد مشر هم وينا وکړه او په دې يې خوښي څرګنده کړه، چې يادې لوبې په بنګله دېش کې کېږي.

شيخ حسينه

سږ کال د کرېکټ نړيوالې سيالۍ په بنګله دېش، هند او سريلانکا کې کېږي.

په دغو سياليو کې د نړۍ ۱۴ لوبډلې برخه لري، چې په دوو: الف او ب ډلو وېشل شوي دي.

په الف ډله کې پاکستان، استراليا، نوی زيلاند، سريلانکا، کاناډا، زېمبابوې او کينيا او په ب ډله کې سويلي افريقا، ويست انډيز، هالنډ، ايرلنډ، انګلستان، بنګله دېش او هند شامل دي.

د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ په نړيوالو سياليو کې به ټولټال ۴۹ لوبې کېږي، چې ۲۹ يې په هند، ۱۲ په سريلانکا او اته به هم په بنګله دېش کې وشي.

د درې واړو هند، بنګله دېش او سرېلانکا چارواکو ويلي چې د لوبو ښه ترسره کېدو ته تيار دي.

د کرېکټ تېر نړيوال جام استراليا ګټلی و، خو د ۲۰۱۰ کال د شل اوريزو لوبو اتل بيا انګلستان و.

د کرېکټ د نړيوالو لوبو مخينه

کرېکټ نړيوالې سيالۍ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۵ کال په انګلستان کې وشوې. ددې سياليو پايلوبې ته کوربه هېواد او ويست انډيز ووتل، چې په پای کې بری د ويسټ انډيز په برخه شو.

د کرېکټ دوېم نړيوال کپ ته په ۱۹۷۹ کال کې سيالۍ وشوې. ددې سياليو ګټونکی بياهم ويسټ انډيز و، چې په پايلوبه کې له اسټراليا سره مخامخ شو، خو ماتې يې ورکړه.

د کرېکټ درېيم نړيوال جام په ۱۹۸۳ کال کې وشو. يادې لوبې هم په انګلستان کې وې خو ګټونکی يې يو اسيايي هېواد يانې هند و.

په ۱۹۸۷ کال د کرېکټ د نړيوالو سياليو پېنځم پړاو وشو، چې پايلوبه يې د انګلستان او اسټراليا ترمنځ وه او اتلولي استراليا وګټله.

د ۱۹۹۲ کال د سياليو اتل بيا پاکستان و. پاکستانيو لوبغاړو په پايلوبه کې له انګلستان سره لوبه وکړه او لويه بريا يې خپله کړه.

کرېکټ نړيوال جام

د ۱۹۹۶ کال لوبې له دې امله چې په دريو هند، پاکستان او سرېلانکا کې وشوې سږنيو لوبو ته ورته دي. ددې لوبو پايلوبه د سرېلانکا او استراليا ترمنځ وشوه او اتلولي سرېلانکا وګټله.

په ۱۹۹۹ کال د کرېکټ د نړيوالو لوبو اووم پړاو ترسره شو. په دې لوبو کې پاکستان او اسټراليا پايلوبې ته ووتل او اتلولي استراليا وګټله. له دې کاله را وروسته تر ننه پورې اسټراليا د کرېکټ د نړيوالو لوبو اتله پاتې شوې ده. دې هېواد د ۲۰۰۳ کال په لوبو کې هم هند ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه او د ۲۰۰۷ کال په سياليو کې يې هم جام پورته کړ.

سږنۍ لوبې

اسټراليا د کرېکټ د نړيوال جام په لوبو کې تر ټولو هېوادونو ډېرې اتلولۍ ګټلې دي. په سږنيو لوبو کې هم چې د فبروري مياشتې تر دوېمې به روانې وي، بياهم ډېره تمه له همدې هېواده کېږي.

خو په څنګ کې يې د تېرو شل اوريزو لوبو اتل انګلستان هم د پام وړ دی. هند او سويلي افريقا هم د هغوی تېرو لوبو ته په کتو د ۲۰۱۱ کال د لوبو پياوړي ټيمونه بلل شوي دي. ددې ترڅنګ د هر هېواد لوبغاړو او کپټانانو ټينګار کړی چې جام به ګټي، خو دا چې د لوبو اصلي ګټونکی به څوک وي، پوره يوه مياشت او لس ورځې وروسته به معلوم شي.