هېګ: لېبیا ته زما په اجازه خاص ځواکونه لېږل شوي ول

د عکس سرچینه، hmscumbeland
- Author, امان الله عمران
- دنده, له لندنه
- د خپرېدو وخت
په لېبيا کې د معمر القذافي نظام او مخالفانو ترمنځ د جګړې او تاوتريخوالي حالت اوس يو ستونزمن او پېچلي پړاو ته رسېدلی دی .
په داسې حال چې په لېبيا کې دننه د جګړې پله کله يو او کله بل لوری درنېږي، د نړۍ ځواکمن هم د دغه کړکېچ په اړه لا تر اوسه پر يو ټاکلي دريځ سره نه دي سلا شوي .
د امريکا ولسمشر باراک اوباما وويل چې ناټو اوس د پوځي ګام په ګډون پر يو شمېر شونو غوراويو بحث کوي. ده چې په واشنګټن کې يې د اسټراليا له لومړۍ وزيرې جوليا ګيلارډ سره يوې ګډې خبري ناستې ته وينا کوله په خپلو خبرو کې د شونتيا خبره دوه ځله ياده کړه :
''په داسې حال کې چې موږ دلته خبرې کوو ناټو په بروکسل کې د ليبيا دننه د زورزياتي روانو پېښو ته په ځواب کې د ګڼ شمېر شونو غوراويو پر سر چې شوني پوځي غواروي هم په کې دي سلا مشورې کوي. موږ د ليبيا وګړيو ته روښانه پيغام استوو، چې د نه سپينېدونکي زورزياتي او د ديموکراتيکو ارزښتونو د ځپنې په وړاندې چې هلته يې ګورو، له دوی سره ولاړ يوو .''
په واشنګټن کې د بي بي سي خبرياله کيم غطاس وايي څرګنده ده چې امريکا د نه الوتنې سيمې ټاکلو ته لېوالتيا نه لري، خو د يوې داسې پرېکړې په اړه اوس خبرې په زياتېدو دي، او داسې ښکاری چې امريکا به هم که نړيوال سره سلا شي، پر دې لار ګام واخلي .
فرانسه او برتانيا هم د ليبيا د پاسه نه الوتنې سيمې ټاکنې خبرې کوي .
د برتانيا د بهرنيو چارو وزير (وېليم هېګ) د خپل هېواد پارلمان ته په وينا کې د دې پخلی وکړ چې برتانيا په دې اړه د ملګريو ملتونو له خوا يوې پرېکړې لپاره کار کوي:
''د ملګريو ملتونو په امنيت شورا کې موږ له خپلو ملګريو سره په بيړني ډول د نه الوتتنې يوې سيمې ټاکلو پرېکړې پر عناصرو له نژدې کار کوو. دا د دې څرګندونه کوي چې سيمه ييز ملاتړ، يوې داسې پرېکړې لپاره د لار پرانيستنې او يو مناسب قانوني بنسټ ته اړتيا شته .''
خو د اوس لپاره د امريکا پوځ او ناټو خپلې دا هلې ځلې چټکوي چې د ليبيا له پولو سره بشري مرستې او هم د دغه هېواد څارنه زياته کړي .

د عکس سرچینه، BBC World Service
په لېبيا کې د جګړې له حالته راپورونه وايي چې قذافي ته وفاداره ځواکونو ټوله ورځ د مځکې او هوا له لارې پرله پسې بريدونه کول، چې له مخې يې په تېلو شتمن ښار (راس لانوف) کې ځينې سيمې د مخالفانو له ولکې وتلې دي .
د قذافي ځواکونو پر دغه ښار يو لړ بمبارۍ کړې، چې د راپورونو له مخې د دوو ماشومانو په ګډون په کې ۲۰ کسان وژل شوي او ښوخوا نوي نور ټپيان دي. راپورونه وايي د معمر القذافي له پلازېمېن طرابلس سره څېرمه پر زاويه ښار هم د توپونو بريدون پيل کړې دي .
که څه هم د لېبيا احتجاجيانو به هيله درلوده چې تونس او مصر ته ورته بدلونونه راولي، خو تر اوسه داسې ښکاري چې د ليبيا تجربه د خپلو دواړو ختيځ او لوېديځ ګاونډيانو سره خورا توپير لري .





















