افغانستان په سنوکر لوبو کې دویم پړاو ته ورسېد

- Author, حامد حليمي
- دنده, له کابله
- د خپرېدو وخت
د سنوکر په آسیایي لوبو کې افغانستان توانېدلی د دغو لوبو دوهم پړاو ته لاره ومومي. تر دې وړاندې افغان لوبډلې پاکستان، ایران، کویټ او هند ته هم ماتې ورکړې وه.
افغان لوبغاړي ریس خان سين زی د (دوشنبې پر ورځ ، ۲۵ اپريل) وکولی شول چې د بحرین له هیواد څخه خپل سیال ته ماتې ورکړې او د دغو لوبو دوهم پړاو ته لاره ومومي.
د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې چارواکي تمه څرګندوي چې افغانستان وکولی شي د دغو لوبو تر نیمه پایلوبې ور ورسیږي.
د سنوکر آسیایي لوبې چې د هند په نوي ډهلي کې جوړې شوې له 19 هیوادونو څخه څه باندې ۴۰ لوبغاړي په کې ګډون لري.
دغو لوبو ته له افغانستان څخه هم دوه لوبغاړي ورغلي چې یو یې ریس خان توانیدلی چې د دغو لوبو دوهم پړاو ته لاره ومومي.
د افغانستان د المپیک د ملي کمیېې د رسنیو مشر عارف پیمان وایي افغان لوبغاړي ریس خان تراوسه خپلې څلور واړه لوبې ګټلې او په وروستی لوبه کې یې له بحرین هیواد څخه خپل سیال څلور د دوه په وړاندې مات کړی دی.
د سنوکر آسیایي لوبې د اپريل میاشتې په ۲۳مه پیل شوې او د یووې اوونۍ لپاره دوام کوي.
د سنوکر لوبه په افغانستان کې هغومره اوږده مخینه نه لري او شاوخوا پنځه کاله کیږي چې د دې څانګې فدراسیون د افغانستان د المپیک ملي کمیټې په اډانه کې جوړ شوی دی.
افغانستان په تیرو څو کلونو کې د لوبو په ډګر کې په نړیواله کچه ښه ځلیدلی او د بیلابیلو څانګو لوبغاړي یې په دې توانیدلي چې آن نړیوالې اتلولې خپلې کړي.
چارواکي هیله څرګندوي چې افغانستان وکولی شي د سنوکر آسیایي لوبو نیمه پایلوبې ته لاره ومومي.
خو وایي له دې چې د آسیا په کچه د سنوکر پیاوړو لوبغاړو په دې لوبو کې ګډون لري ښایي افغانستان ونشي کولی د دې لوبو وروستي پړاو ته لاره ومومي او کوم مډال خپل کړي.





















