هغه ښار چې په دریم ځلي د اولمپيک کوربه کيږي

ټاکل شوې وه چې د ١٩٠٨ کال اولمپيک لوبې په روم کې تر سره شي خو هلته په ۱۹۰۶ کال کې یوه زوروه زلزله وشوه او ايټالیايي چارواکي اړ شول چې پیسې په کور دننه په بېا رغونه او نورو بېړنیو مرستو ولګوي.
د عکس تشریح، ټاکل شوې وه چې د ١٩٠٨ کال اولمپيک لوبې په روم کې تر سره شي خو هلته په ۱۹۰۶ کال کې یوه زوروه زلزله وشوه او ايټالیايي چارواکي اړ شول چې پیسې په کور دننه په بېا رغونه او نورو بېړنیو مرستو ولګوي.
د خپرېدو وخت

لندن به په نړۍ کې لومړنی ښار وي چې د اولمپيک لوبې په کې په دريم ځل ترسره کيږي.

۱۹۰۸ میلادي کال:

ټاکل شوې وه چې د ١٩٠٨ کال اولمپيک لوبې په روم کې تر سره شي خو هلته په ۱۹۰۶ کال کې یوه زوروه زلزله وشوه او ايټالیايي چارواکي اړ شول چې پیسې په کور دننه په بېا رغونه او نورو بېړنیو مرستو ولګوي. په همدې دليل لندن را مخته شو او د لوبو او لوبغاړو کوربه شو. دا نو داسې وخت و چې د لوبو ترسره کېدا ته یوازې دوه کاله پاتې وو. د ۱۹۰۸ کال لوبې په لندن کې د وايټ سيټي په نوي جوړ شوي لوبغالي کې تر سره شوې او ټول لګښت يې د هغه وخت ۶۸ زره پونډه شو.

د لندن د ۱۹۰۸ کال لوبې په شمېرو کې:

۲۰۰۰ لوبغاړيو په کې برخه واخيسته

۲۲ سپورتي او ۱۱۰ ډوله لوبې په کې وشوې

۲۳ هېوادونو په کې ګډون وکړ

په دې لوبو کېبرتانیا ۱۴۶ مډالونه خپل کړل چې تر ټولو ډير و.

ترانسپورټ

په هغه وخت کې خلکو او راغليو میلمنو د اس په بگيو کې تګ راتګ کاوه. د دې ترڅنګ برېښنايي اوگاډي او بسونه هم نوي دود شوي وو. په همدې کال د برتانیا د اورگاډي چارواکو په ګډه هڅه وکړه چې خپل نوی تراسپورتي سیستم د ځکمې لاندې يا اندرګرونډ په نوم خلکو ته ور و پيژني او مشتریان جلب کړي.

۱۹۴۸ میلادي کال:

له ۱۲ کلنې دويمې نړېوالې جګړې وروسته لندن لومړنی هېواد و چې د اولمپيک لوبو کوربه شو. دا له جنګه وروسته د پيسو د سپما وخت و او شتمن هېوادونه په بيا رغاونه بوخت وو. د سپما په هغه وخت کې د لوبو لپاره نوي لوبغالی نه وو جوړ شوي.

د لندن د ۱۹۴۸ کال لوبې په شمېرو کې:

۴۰۰۰ لوبغاړو برخه په کې واخيسته

۲۰ سپورتي او ۱۵۰ ډوله لوبې په کې وشوې

۳۹ هېوادونو په کې ګډون وکړ

برتانیا په کې ۲۳ مډالونه وګټل

ترانسپورټ

ترانسپورټ هم لکه نور هر څه له جګړې وروسته د رغېدو په حال کې و. د ځمکې لاندې تم ځايونه او نور ځایونه بیرته پاک او ورغول شول.

۲۰۱۲ میلادي کال:

د سږ کال اولمپیک پارک پر دوه میلیونه متره مربع خاوره د لندن په ختیځ کې جوړ شوی دى. د دې ځای د ټاکلو هدف دا دی چې له اولمپيک لوبو وروسته به په سيمه کې ځايي خلکو ته د کار، زده کړو او کلتوري فعالیتونو زمینه برابره شي. دا به په ۱۵۰ کلونو کې په ټوله اروپا کې تر ټولو لوی نوى جوړ شوى پارک وي. په دې پارک کې ۲۰۰۰ ونې او نیالګي کښینول شوي دي.

د لندن د ۲۰۱۲ کال لوبې په شمېرو کې:

۱۰۲۵۰ لوبغاړي

۴۰۰۰ معیوب لوبغاړي

۲۶ سپورتي او تر ۳۰۰ ډوله لوبې

۲۰۵ هېوادونه به په کې ګډون کوي.

د لندن په ختیځ کې د اولمپيک په پارک کې نهه نوې ودانۍ جوړې شوي او ټول لګښت يې تر يو نيم ميليارد امريکايي ډالرو اوړي.

ترانسپورټ

د لندن تراسپورتي سیستم دې لوبو ته خپل ټول تیاری نیولی دی. له بسونو را واخله بیا تر برېښنايي موټرونو، ټکسیانو، د ځمکې لاندې بې شمېره اورګاډو، د ځمکې د سر اورگاډيو، الوتکې او ان ریکشاوې د دې لوبو انتظار کوي.