کرېکټ: د اسیا جام لومړنۍ لوبه سريلانکا وګټله

د عکس سرچینه، BBC World Service
په بنګله دېش کې د اسيا جام اتلوليو په لومړنۍ سيالۍ کې سريلانکا پاکستان ته په ۱۲ منډو ماتې ورکړه او د دغو سیاليو لومړنۍ لوبه يې وګټله.
سريلانکا لومړی پچه وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه، او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سر ۲۹۶ منډې وکړې.
د سريلانکا لومړۍ وېکټه ژر ولوېده، چې عمرګل واخيسته، خو وروسته تهري مانې او سنګاکارا د پاکستان بريدګر بالنګ/ توپ اچوونه کابو کړه.
تر هغه چې دوی دواړه په ميدان کې و، نو په هر اوور کې به توپ له پولې د څلورو يا شپږو منډو لپاره اووښته.
د دوی دواړو ترمنځ د ۱۶۱ منډو شراکت عمرګل د سنګاکارا په سوځېدو سره پای ته ورساوه.
سعيد اجمل، تري مانې په يوه ورځنۍ لوبه کې د خپلې دويمې سليزې له وهلو وروسته وسوځاوه او په دې سره لوی شراکت مات شو.
تر دې وروسته د پاکستان آل راونډر شاهد اپریدي مهيلا جې وردهنې او تشارا پريرا وسوځول او احمد شهزاد چتر نګاډې سلوا په منډه وسوځاوه.
د سريلانکا پنځه لوبغاړي يوازې په ۶۲ منډو وسوځېدل، خو پر دغه مهال د لوبډلمشر اينجيلو ميتهيوز پنځوسيزې او له چندي مل سر ده ۴۵ منډو شراکت د سريلانکا په درد وخوړل شو.
سريلانکا پاکستان ته د ۲۹۷ منډو هدف وټاکه چې له هماغه اوله يې پاکستان ته پوره کول ګران برېښېده.
د پاکستان لومړني لوبغاړي تر ډېره د سريلانکايي بالرانو پر وړاندې ونه درېدل، او ملنګا د خپل توپاني بالنګ قرباني کړل.
ملنګا پنځه پاکستاني لوبغاړي وسوځول او لوبه يې د سریلانکا په ګټه پای ته ورسوله، چې د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.
د پاکستاني لوبډلې کپتان، مصباح الحق او عمر اکمل دوه هغه پاکستاني توپ وهونکي وو، چې د سریلانکايي بالرانو پر وړاندې ودرېدل.
مصباح الحق د ۴ څلوريزو او دوو شپږيزو پر مټ ۷۳ منډې وکړې.
عمر اکمل هم له ډېرې مودې وروسته د پاکستان لپاره نيمه سلیزه ووهله. ده د ۳ شپږيزو او ۷ څلوريزو پرمټ ۷۴ منډې وکړې.
ملنګا په ۱۰ اوورونو کې د ۵۲ منډو په ورکولو د پاکستان پنځه لوبغاړي وسوځول.





















