استرالیا او هند تر منځ لومړۍ ټیسټ لوبه وځنډول شوه

د عکس سرچینه، EPA
د توپوهونکي فېلېپ هیوز له مړینې وروسته پرېکړه شوې چې په استرالیا کې د هند او استرالیا تر منځ د څلورو ټیسټ لوبو لړۍ به د دسمبر پر ۹ د اېډلېډ په لوبغالي کې پیلېږي.
د مهالویش له مخې د دواړو لوبډلو تر منځ د ټیسټ لوبو لړۍ لومړۍ لوبه باید د پنجشنبې پر ورځ (دسمبر ۴) د برېسبېن په لوبغالي کې پیل شوې وه.
خو د استرالیا کرېکټ بورډ ویلي لومړۍ ټیسټ لوبه د دسمبر تر ۱۷مې نېټې ځنډول شوې ده.
دا په دې معنا ده چې د دسمبر پر ۹مه به پلان شوې دوهمه ټیسټ لوبه او د دسمبر پر ۱۷مه به لومړۍ ټیسټ لوبه کېږي.
د درېیمې ټیسټ لوبې د پیلېدو په تاریخ کې بدلون نه دی راغلی خو په سډني لوبغالي کې څلورمه ټیسټ لوبه درې ورځې ځنډول شوې او د جنورۍ پر ۶ به تر سره کېږي.
د اسټرالیا د سر لوبغاړي هیوز د جنازې مراسم به د چارشنبې پر ورځ کېږي.
مراسم به د مکسوېل د عالي لیسې چې هیوز په کې درس ویلی، د لوبو په میدان کې ترسره شي.
دغه مراسم به د استرالیا په تلویزیونونو کې او د سډني او اډلېډ اوول د کرېکټ لوبغالو په لویو پردو په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.
د استرالیا کیڼ لاسی توپوهونکی هیوز تېره پنجشنبه وروسته له هغې ومړ چې په یوې کورنۍ لوبې کې په یوه تېز توپ پر غاړه ولګېد.
د ټیسټ لوبو د لړۍ نوی مهالویش د استرالیا د خبري چینل ۹ له خوا خپور شو او د لوبو نوې نېټې د استرالیا د کرېکټ بورډ پر ویبپاڼه هم څرګندې شوې.
د هند لوبډله چې اوس د اډلېډ په ښار کې ده، باید د پلان له مخې د دوشنبې پر ورځ بریسبین ته تللې وای خو خپل الوتنه ترې پاتې شوه.
په اډلېډ کې د استرالیا د یوې غوره شوې لوبډلې سره د جمعې او شنبې پر ورځو د دوی دوه ورځنۍ تمریني لوبه لغوه شوه.
راپورونه وايي د هند لوبډله اوس ښايي په اډلېډ کې له یوې ځايي لوبډلې سره د پنجشنبې او جمعې پر ورځو تمریني لوبه ترسره کړي.
له هند سره د ټیسټ لوبو له لړۍ وروسته، استرالیا له انګلستان او هند سره د یو ورځنیو لوبو سیریز لري.
هند او استرالیا تر منځ د ټیسټ لوبو نوی مهالویش:
- لومړۍ ټیسټ لوبه په اډلېډ لوبغالي کې د دسمبر له ۹مې تر ۱۳مې
- دوهمه ټیسټ لوبه په بریسبین لوبغالي کې د دسمبر له ۱۷مې تر ۲۱مې
- درېیمه ټیسټ لوبه په میلبورن لوبغالي کې د دسمبر له ۲۶مې تر ۳۰مې
- څلورمه ټیسټ لوبه په سډني لوبغالي کې د جنورۍ له ۶مې تر ۱۰مې





















