بیجنګ د ۲۰۲۲ کال د اولمپیک ژمنیو سیالیو کوربه وټاکل شو

بیجنګ ته د اولمپیک سیالیو د کوربتوب د تجربې له کبله غوره والی ورکول شوی دی
د عکس تشریح، بیجنګ ته د اولمپیک سیالیو د کوربتوب د تجربې له کبله غوره والی ورکول شوی دی
د خپرېدو وخت

چین هېواد پلازمېنه بیجنګ د اولمپیک د ۲۰۲۲ کال د ژمنیو سیالیو لپاره کوربه وټاکل شو.

قزاقستان لوی ښار الماتا هم د کوربتوب لپاره نوماند وو، خو بیجنګ ته لومړیتوب ور کړل شو.

بیجنګ له دې مخکې د ۲۰۰۸ کال اولمپیک سیالیو کوربه هم وو او په نړۍ کې به د چین پلازمېنه بیجنګ یوازنی هغه ښار وي، چې د المپک د دوبي له سیالیو وروسته د ژمنيو سیالیو کوربتوب هم خپلوي.

بیجنګ ته د اولمپیک سیالیو د کوربتوب د تجربې له کبله غوره والی ورکول شوی دی.

په رایه اچونه کې بیجنګ ۴۴ رایې او الماتا ۴۰ رایې وګټلې.

د کوربتوب لپاره ټاکنې دوه کالې مخکې پیل شوې وې او په دې ټاکنو کې باید د بیجنګ او د قزاقستان پخوانۍ پلازمېنه الماتا څخه یو یې غوره شوی وای.

د کوربتوب په غوراوي کې اوسلو او سټاک هوم دوه نور ښارونه هم شامل و، چې د مالي او سیاسي ستونزو له کبله د کوربتوب لپاره له دغه غوراوي لېرې کړای شول.

د ۲۰۲۲ کال اولمپیک سیالۍ بیجنګ او د دغه ښار په ۱۸ کیلومترۍ کې د ژانګجیاکو ښار کې ترسره کېږي.