د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې د ټرمپ پر ضد لاریونونه
د خپرېدو وخت
ولسمشريزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ له بريا وروسته د امريکا په یو شمېر ایالتونو کې د ښاغلي ټرمپ پر ضد لاریونونه شوي.
د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې سلګونو کسانو د ټرمپ څلي ته څېرمه لاریون وکړ. لاریون کوونکو "زما ولسمشر نه یې" شعارونه ورکول.
د رپوټونو له مخې یو شمېر لاریون کوونکو په شیکاګو کې د ټرمپ ټاور ته د ننوتلو لارې بندې کړې دي.