نړیوال وجهي صندوق مصر ته ۱۲ میلیارد ډالر پور ورکوي

مصر د سونتوکو په رانیولو کې بهرني پولي واحد ته ډېره اړتیا لري
د عکس تشریح، مصر د سونتوکو په رانیولو کې بهرني پولي واحد ته ډېره اړتیا لري
د خپرېدو وخت

په پام کې ده چې د مصر مرکزي بانک ته د پیسو د نړیوال وجهي صندوق له خوا د منل شوي ۱۲ میلیارد ډالر پور ۲٫۷۵ میلیارد ډالر ورکړل شي.

د مصر د مرکزي بانک مشر طارق عامر د مصر "الشرق الاوسط" ورځپاڼې ته په خبرو کې وویل، د پور د لومړي پړاو ورکړه د بانک د بهرني پولي واحد رامنځ ته شوې ستونزه حل کړي.

مصر تر ډېره بهرني پولي واحد ته اړتیا لري، ځکه چې د سونتوکو په رانیولو کې پر بهرنیو پیسو راکړه ورکړه کوي.

د پیسو د نړیوال وجهي صندوق اجرایوي شورا وړاندې هوکړه کړې وه چې مصر ته به د ۱۲ میلیارد ډالرو په ارزښت پور ورکوي.

دغه بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، دا پور په دې شرط ورکول کېږي چې "د اقتصادي اصلاحاتود پروګرام ملاتړ ورباندې وشي."

له ۲۰۱۱ کال راهیسې کله چې د عرب پسرلي په بهیر کې مصر کې پاڅونونه پیل او پخوانی ولسمشر حسني مبارک له واکه وغورځول شو، دغه هېواد له مخ پر ځوړ اقتصادي حالت سره مخامخ شو.

تر ډېره سیاحت د مصر له مهمو اقتصادي سرچینو ګڼل کېږي، خو په تېرو پنځو کلونو کې د ناامنیو له کبله پرې دا سرچینه ودرېده.

د جمعې په ورځ قاهره کې د ممکنه اړدوړ جوړېدو د مخنیوي په موخه ټینګ امنیت نیول شوی و
د عکس تشریح، د جمعې په ورځ قاهره کې د ممکنه اړدوړ جوړېدو د مخنیوي په موخه ټینګ امنیت نیول شوی و

د جمعې په ورځ قاهره کې د ممکنه اړدوړ جوړېدو د مخنیوي په موخه ټینګ امنیت نیول شوی ود اوسني ولسمشر عبدالفتاح السیسي په مشرۍ، په ۲۰۱۳ کال د مصر منتخب ولسمشر محمد مرسي د پوځ د کودتا پایله کې وپرځول شو.

مرسي ایله یو کال حکومت وکړ.

د ۲۰۱۴ کال په مې میاشت کې السیسي خپل ځان ولسمشر اعلان کړ.