د عکسونو البوم: د الوتکې پېښه: د فوټبال نړۍ غمجنه ده

د خپرېدو وخت

په کولمبیا کې د الوتکې غورځېدلو له امله د برازیلي لوبغاړو په مړینه د فوټبال نړۍ خواشینې ده او له انځورونو یې هم دا ویر درک کېږي.

فٹبال
د عکس تشریح، په کولمبیا کې د الوتکې غورځېدلو له امله د برازیلي لوبغاړو په مړینه د فوټبال نړۍ ویر کوي.
فٹبال
د عکس تشریح، پر برازیل سربېره د لاتینې امریکا په څو هېوادونو کې د وژل شویو لوبغاړو لپاره د ویر مراسم جوړ شوي دي.
فٹبال
د عکس تشریح، په الوتکه کې د برازیل د لومړۍ درجې یوې فوټبال لوبډلې شپیکونسي د لوبغاړو په ګډون ۷۷ کسان وژل شوي او شپږ ژغورل شوي دي.
فٹبال
د عکس تشریح، شپیکونسي لوبډله د سوېلي امریکا فوټبال اتلولیو په پایلوبه کې د ګډون لپاره کولمبیا ته روانه وه چې الوتکه یې وغورځېدله.
فٹبال
د عکس تشریح، سیالې لوبډلې ویرجنې لوبډلې ته د اتلولیو د ګټلو ویاړ ور وباښه.
فٹبال
د عکس تشریح، د برازیل د لومړۍ درجې لوبډلې شپیکونسي کلب ته د وړیا لوبغاړو د ور کولو وړاندیز هم کړی دی.
فٹبال
د عکس تشریح، د بارسلونا لیونل میسي او نیمار او د مانچسټر یونایټېډ د واین روني په ګډون د نړۍ نامتو لوبغاړو له وژل شویو لوبغاړو سره خواخوږي ښودلې ده.
فٹبال
د عکس تشریح، په کولمبیا کې چارواکي وايي، چې الوتکه د سونتوکو د ختمېدلو له امله غورځېدلې ده.
فٹبال
د عکس تشریح، الوتکه د کولمبیا د میډيلن په غرنیو سیمو کې لوېدلې ده.
فٹبال
د عکس تشریح، په ژغورل شویو کسانو کې درې د فوټبال لوبغاړي دي.