لندن کې د یوې مغازې ساتونکی د ګمبیا ولسمشر شو

Adama Barrow
د عکس تشریح، اداما بارو چې پخوا یې هېڅ کله هم دولتي څوکیو کې کار نه دی کړی، وايي اقتصادي ودې ته به پام واړوي.
د خپرېدو وخت

د ګمبیا ټولواک ولسمشر ۵۱ کلن یحیي جامع چې ۲۲ کاله ځواکمن ؤ، د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو کې حېرانوونکې ماته خوړلې.

د ښاغلي جامع ځای ناستی به د ملکیتونو سوداګر، اداما بارو شي چې په ټاکنو کې یې تر ۴۵ سلنه ډېرې رایې ګټلي.

ښاغلی جامع ۱۹۹۴ کال کې د یوې کودتا له لارې ځواک ترلاسه کړ. د ګمبیا د ټاکنو د کمیسیون مشر الېو مونار نجي وايي ښاغلي جامع د ټاکنو پایلې منلي.

یحیي جامع
د عکس تشریح، یحیي جامع ۲۲ کاله ولسمشر ؤ.

د ګمبیا ټاکنو کې خلکو د رای پاڼې ونه کارولې، دوی په توشلو، مردکیو رایه ورکړه. رای ورکوونکي به د خپل خوښې نوماند صندوک کې مردکۍ کېښوده.

ښاغلی نجي وايي، دی پوهېږي چې څوک به خوښ نه وي او څوک به ټاکنې لمانځي خو "موږ ټول ګمبیایان یو ".

تر دې وړاندې ولسمشر یحیی جامع ویلي ول یوازې خدای کولای شي دی له واکه لېرې کړي او که خدای غوښتل نو تر یو میلیارد کالو به ولسمشري وکړي.

ګمبیا
د عکس تشریح، د هر نوماند بکس ځانګړی رنګ درلود او خلکو د رای پاڼې پر ځای په توشلو رایه ورکوله.

د ټاکنو ګټونکی ادما بارو چې د ژوند لویه برخه یې سوداګرۍ کې تېره کړې، په سیاست کې ډېره تجربه نه لري او د مخالف ایتلاف استازیتوب کوي.

ښاغلی بارو ډېر پخوا، کله چې لا سوداګر نه ؤ، لندن کې د یوې لویې مغازې Argos ساتونکی ؤ.

ښاغلي بارو په ټاکنیز کمپاین کې خلکو ته وعده ورکړه چې د هېواد اقتصاد به ښه کړي او وزګاري به له مینځه یوسي.

ګمبیا
د عکس تشریح، اداما بارو د ځوانو ګمبیایانو ډېرې رایې خپلې کړې.

د ټاکنو پر ورځ چارواکو ګمبیا کې د رایې اچونې په پار انټرنټ پرې کړی ؤ او له بهره یې پر وراتلوونکو ټیلېفونونو بندیز لګولی ؤ. د دغه هېواد چارواکو وار له مخې اعلان کړی ؤ چې که ټاکنې د چا په خوښه نه وې مظاهره نشي کولی.

ځینو ډلو د ټاکنو پرمهال او له تر هغه وروسته د ډېرې ازادۍ غوښتنه کوله.