سنټیاګو کې د 'کاسټرو مخه ښې ته' لسګونو زره کسان را ووتل

د عکس سرچینه، AFP
د کیوبا انقلابي مشر فېډل کاسټرو ته د وروستي درناوي لپاره د شنبې په ورځ په سنټیاګو کې په لسګونو زره خلک سړکونو ته راووتل.
د کاسټرو د مړي ایرې د سنټیاګو په سړکونو کې له ګرځولو وروسته د دغه ښار ستر چوک ته یووړل شوې او د نوموړي د ورور او اوسني ولسمشر راول کاسټرو په شتون کې د وروستي ځل لپاره خلکو ته ښکاره شوې.
د شنبې ورځې مراسمو کې د کیوبا لسګونو زره خلکو او د مختلفو هېوادونو مشرانو ګډون کړی و.
فېډل کاسټرو ـ چې په کیوبا کې د سوسیالیستي حکومت بنسټګر و ـ د نومبر پر ۲۵ د ۹۰ کلونو په عمر مړ شو.
له نږدې اوو لسیزو وروسته هم د کیوبا حکومت د دغه انقلاب اصولو ته تر یو بریده ژمن دی.
د کیوبا اوسني ولسمشر د سنټیاګو ښار په انقلاب چوک کې خلکو ته وویل، چې د خپل ورور( فېډل کاسټرو) له وصیت سره سم کومه کوڅه، سړک یا بله وداني به د هغه په نوم نه کړي.
راول کاسټرو وویل: "د انقلاب مشر(فېډل کاسټرو) د خپل شخصیت له هر ډول اسطوره کېدلو سره سخت مخالف و".
د فېډل کاسټرو د مړي ایرې د یکشنبې په ورځ په سنټیاګو کې ـ چې د دغه هېواد د انقلاب ټاټوبی بلل کېږي ـ په هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.
د کاسټرو د مړي د ایرو کاروان په داسې مهال له سړکونو تېرېده چې خلکو د "ژوندی دې وي کاسټرو" نارې وهلې.

د عکس سرچینه، AP
فېډل کاسټرو چې تر ۲۰۰۶ کال په واک کې و، په همغه کال یې د ناروغۍ او زړبوډن له امله خپل ورور راول کاسټرو ځایناستی کړ.
د لاتینې امریکا مشران(د نیکاراګوا، بولیویا، وینزویلا ولسمشران) هم د فېډل کاسټرو د مخه ښې مراسمو کې د ګډون لپاره کیوبا ته رسېدلي دي.
د برازیل لرې کړل شوې ولسمشره دیلما روسف او د دغه هېواد پخوانی ولسمشر لوییز داسیلوا هم په دې مراسمو کې ګډون کړی دی.
فېډل کاسټرو د څو چریکانو له ډلې و چې پر ۱۹۵۳ کال په جولای کې یې د باتبستا د حکومت په ضد عملیات پیل کړل، خو پاتې راغلل، مګر دا عملیات د کیوبا د انقلاب د اور لپاره یوه سپرغۍ وه، چې وروسته یې ډېر ژر حکومت وپرځاوه.
د کیوبا د انقلاب مشر فېډل کاسټرو ته ځینې خلک "د شلمې پېړۍ تر ټولو ستر مشر" او ځینې نور د داسې دیکتاتور نوم ور کوي چې کیوبا یې له" خاورو" سره برابره کړه.

د عکس سرچینه، EPA



















