د عکسونو البوم: له فېډل کاسټرو سره مخه ښه

د خپرېدو وخت

د کیوبا انقلابي مشر فېډل کاسټرو ته د وروستي درناوي لپاره د شنبې په ورځ په سنټیاګو کې په لسګونو زره خلک سړکونه ته راووتل. دا انځورونه د بي بي سي خبریال سام فرزانه په سنټیاګو کې اخیستي دي.

كوبا
د عکس تشریح، د فېډل کاسټرو د ایرو کاروان ښار په ښار له پلازمېنې هاوانا د انقلاب تر ټاټوبي سنټیاګو پورې ورسېد. په سنټیاګو کې د کیوبا د دغه انقلابي مشر د مړي ایرې خاورو ته سپارل کېږی. د کاروان تېرېدلو لپاره سړکونه تړل شوي. دا هم یو ځای دی چې سړک یې تړل شوی. د کاروان په مخ کې کورونه نقاشي او سړکونه رغول شوي دي.
كوبا
د عکس تشریح، د کیوبا پخواني بسونه چې یخوونکې اله نه لري. په یو ځای د څو ساعته لارې د وهلو لپاره د ناستې ښه ځای نه و. ځینې دولتي کارمنان او زدکوونکي د هرکلي مراسمو کې د ګډون لپاره په بسونو کې د سړکونو غاړې ته راوړل کېدل.
كوبا
د عکس تشریح، د سیلګرۍ بسونه ښه و، خو له هغو سیلانیانو ډک و چې ان د اسټرالیا په څېر د نړۍ له مختلفو سیمو د نهو ورځو ویر مراسمو کې د ګډون لپاره کیوبا ته تللي وو. دوی د موسیقي لپاره ځای یا د شرابو څښلو لپاره هوټل نشو پیدا کولی. بسونه یې هم یخ وو.
كوبا
د عکس تشریح، له خلکو غوښتل شوي وو، چې په مراسمو کې د ګډون لپاره سرې جامې واغونځي. د ډېرو کیوبایانو پر سرو جامو د وینزویلا د پخواني ولسمشر هوګو چاوز نوم او انځور و. د هوګو چاوز په واکمنۍ کې وینزویلا له کیوبا سره ډېر ښه اړیکي درلودل. له فېډل کاسټرو سره د نوموړي ډېر انځورونه د کیوبا په ښارونو کې لیدل کېږي.
كوبا
د عکس تشریح، د فېډل کاسټرو د مړي د ایرو لېږدوونکی کاروان د سنټیاګو ښار د انقلاب تاریخي سیمو کې ودرېد، خلک له یوې سیمې بلې ته تلل. دې ستړې ښځې په خپل مټ د کیوبا د انقلاب بیرغ تړلی دی.
كوبا
د عکس تشریح، د انګولا د طب زدکوونکي هم د وروستي ځل لپاره کاسټرو بدرګه کوي. ایکیل فرانسیسکو توماس ـ چې ابي چترۍ یې په سر نیولې ـ وايي، د زدکوونکو د تبادلې پروګرام کې کیوبا ته راغلی چې ډاکټر شي، بیا هېواد ته ستون شی او نورو زدکوونکو ته درس ور کړي. هغه وايي، فېډل کاسټرو ستر مشر و، ځکه یې د بدرګې لپاره درس پرېښودلی او سړک ته راوتلی دی.
كوبا
د عکس تشریح، فنه نفعي هم په کیوبا کې طبابت لولي. د عربي صحرا ډیموکراټیک جمهوریت اوسېدونکې ده. هېواد یې نورو هېوادونو بشپړ په رسمیت نه دی پېژندلی. دا افریقايي هېواد هم د کیوبا په څېر یو وخت د اسپانیا ښکېلاکمېنه و.
کوبا
د عکس تشریح، زلمکیانو د هرکلي لیکه کې د فېډل کاسټرو د ایرو کاروان د هرکلي لپاره شعارونه ور کول. د فېډل کاسټرو نوم یې اخیست او ویل یې "فېډل څه لرل چې ان امپریالېزم هم کنټرول نه کړ؟"
کوبا
د عکس تشریح، ځینې کسانو د سړک له یوې غاړې شعار ور کاوه او پورې غاړه نورو کسانو ځواب ور کاوه. د سخت هیجان او نېغ نېغ لوېدلو له امله کاغذي بیرغونه شکېدل.
کوبا
د عکس تشریح، په سنټیاګو کې د کیوبا دویم ستر طبي پوهنتون او په دغه ښار کې د ټولو طبي محصلانو شتون هم عجیب نه دی. دا ټول کیوبایان دي.
کوبا
د عکس تشریح، دا وینزویلايي زدکوونکي دي، طبي زدکړې کوي. د ټولو په تړاو یو مهم ټکی دا و چې انځور ور کولو ته تیار و، یو ته مې چې غږ کړ، نو ټولو د کمرې لور ته را منډه کړل.
كوبا
د عکس تشریح، دا کیوبايي ډاکټران دي. کیوبا د فېډل کاسټرو په واکمنۍ کې ډېر ډاکتران وروزل. کله چې د نړۍ په مختلفو سیمو کې انساني ناورین رامنځ ته شوی، کیوبا یو هغه هېواد و او دی چې مرستندیه ډلې ور لېږي.
کوبا
د عکس تشریح، د فېډل کاسټرو د ایرو لېږدوونکي کارون له را رسېدلو څو شیبې مخکې. خو د کاروان له تېرېدلو وروسته دا کتار ړنګ شو او د کاروان د بل تمځي په لور لاړل چې هلته ځای ونیسي.
كوبا
د عکس تشریح، په سنټیاګو ښار کې د کیوبا د دولتي تلوېزیون کارمن. پر کمیس یې د فېډل کاسټرو د غلچکې جامې انځور دی. نوموړي ما ته وویل، چې د تلوېزیوني چارو اړوند کانفرنس کې یې دا کمیس له یوې لبنانۍ ډلې پېرلی دی.