"پاکستان کولی شي افغانستان کې د هند رول کمزوری کولو ته مخه کړي"

د عکس سرچینه، Getty Images
هندوستان ټايمز وايي، د اى اېس اى نوى مشر باوري دى، چې پاکستان کولى شي په افغانستان کې د هند رول د کمزوري کولو لپاره توندو يا يرغليزو لارو چارو ته مخه کړي، چې د نوي ډيلي لپاره د کابل نيابتي دريځ مخنيوى وشي.
ورځپاڼه وايي نويد مختار په امريکا کې د زدکړو پر مهال د "افغانستان، بديلې راتلونکې او پايلې" تر سرليک لاندې خپله يوه ليکنه کې ټينگار کړى چې پاکستان بايد په افغانستان کې د هند د اغېز په وړاندې مبارزه وکړي.
په اسلام اباد کې د چارو شننونکی ایاز وزیر وايي، داسې نه شي کېدای، چې یوازې د ای ایس ای مشر دي د پاکستان تګلاره وټاکي. د ښاغلي ایاز په وینا د آی اېس ای مشر که کومه پرېکړه کوي، نو د پوځ مشر او بیا لومړی وزیر یې باید وګوري، داسې نه ده، چې هغه دې په خپل سر پرېکړې وکړي.
د ورځپاڼې په وينا، نويد مختار ليکلي "د پاکستان تېر، اوسمهال او راتلونکی له افغانستان سره تړلی دی. سوله ييز، يو موټى او ټيکاومن افغانستان د پاکستان امنيت لپاره مهم دى او دا د تگلارې تر ټولو لومړنۍ موخه ده."
خو ښاغلى مختار زياتوي، په همدې حال کې که افغانستان د يوې بلې غليمې مورچې په توگه را د بره کېږي او د هند لپاره يو نيابتي دريځ خپلوي نو اړينه ده چې پاکستان يې مخنيوى وکړي.
د انډیا ټایمز په وینا د اى اېس اى دغه نوى مشر وايي، د هند د نفوذ کمولو لپاره ښايي پاکستان يرغليز تدابير غوره کړي.
پاکستاني چارواکي له مودې راهیسې پر کابل نیوکه ده، چې هلته د ډيلي رول زیات دی. خو د دې په ځواب کې بیا افغان دولت وايي، دا چې پاکستان له لومړۍ ورځې راهیسې د طالبانو پټ او ښکاره ملاتړ کوي او ورته روزي يې، نو دوی مجبور دي چې د پاکستان پر ځای د هند دوستي وپالي.

د عکس سرچینه، ISPR
د ورځپاڼې په وينا، نويد مختار د افغان طالبانو په وړاندې د پاکستان نورو پوځي مشرانو ته ورته ذهنيت لري، چې هغوى ته يې ځاى ورکړى او پلوي يې کوي.
د کابل او اسلام اباد تر منځ چې څومره واټن زیات شوی، همدومره د کابل او ډيلي ترمنځ اړیکې ښې شوې دي.
د ځينو کارپوهانو په باور د اسیا زړه کنفرانس کې د اسلام اباد پر ضد د کابل او ډيلي یو شان نظر د دې لویه بېلګه ده، چې نه یوازې نړۍ، بلکې څنګلوري هم د پاکستان پرضد ورته نظر لري او پرې تور پورې کوي، چې دغه هېواد نه یوازې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي، بلکې هند او ایران ته يې هم بېل بېل ډلې ساتلې دي. خو پاکستان تل دا هرڅه ردوي.
جنرال نوید مختار
څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځ ډګر جنرال نوید مختار د څارګرې ادارې، آی اېس آی، د نوي مشر په توګه وګوماره.
تر دې وړاندې نوموړی د کراچۍ د قول اردو قوماندان و.
د آی اېس آی نوي مشر نوید مختار خپله پوځي دنده په ۱۹۸۳ کال کې د زغره والې قول اردو له غونډه پیل کړې وه.
نوموړي د کوټې په پوځې لېسې، د اسلام اباد په دفاعي پوهنتون او په امریکا کې پوځي زده کړې کړې دي.
دی په څارګرۍ کې اوږده مخینه لري او په اسلام اباد کې یې د آی اېس آی د ترهرګرۍ ضد څانګې مشري هم کړې ده.



















