د بریتانیا لومړۍ وزیرې پر خبرو د خامنه يي نیوکه

خامنه يي
د عکس تشریح، خامنه يي دا څرګندونې په تهران کې د اسلام د ستر پیغمبر د زوکړې د ورځې لمانځلو پرمهال د ایراني او بهرنیو جګپوړو چارواکو ''د اسلامي یووالي کنفرانس'' په درشل کې کړې دي.
د خپرېدو وخت

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي د بریتانیا د لومړۍ وزیرې تېرېزا مې پر څرګندونو ټینګه نیوکه کړې ده.

اغلې مې ویلي وو ''په ښکاره په دې نظر ده'' چې ایران د منځني ختیځ لپاره ګواښ جوړوي.

دې دا هم ویلي وو چې ''ایران په سیمه کې دښمنانه عمل کوي''.

خامنه يي یې په ځواب کې ویلي ''د بریتانیا د لومړۍ وزیرې خبرې پوچې دي او سیمې ته ګواښ ګڼل کېدای شي.''

نوموړی وايي ''بریتانیا زموږ د سیمې د ولسونو لپاره د شرارت او بدبختۍ سرچینه ده.''

خامنه يي دا څرګندونې په تهران کې د اسلام د ستر پیغمبر د زوکړې د ورځې لمانځلو پرمهال د ایراني او بهرنیو جګپوړو چارواکو ''د اسلامي یووالي کنفرانس'' په درشل کې کړې دي.

دی وايي ''انګرېزان دوه پېړۍ وړاندې زموږ په سیمه کې د ولسونو د شرارت او سرکوبولو سرچینه وه، پاکستان، هند، عراق، ایران او فلسطین کې یې د خباثت کړنې کړې دي''.

تهران کې د کنفرانس ګډونوال
د عکس تشریح، تهران کې د کنفرانس ګډونوال