له ختیځ حلبه د ایستلو لړۍ بیا پیل شوه

لاهم د حلب په ختیځه سیمه کې زرګونه کسان خوندي سیمو ته د لېږدولو لپاره شېبې شمېري. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف ویلي په دغې ډلې ټپي او ناروغ ماشومان هم شامل دي.
د عکس تشریح، لاهم د حلب په ختیځه سیمه کې زرګونه کسان خوندي سیمو ته د لېږدولو لپاره شېبې شمېري. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف ویلي په دغې ډلې ټپي او ناروغ ماشومان هم شامل دي.
د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د حلب د ختیځې برخې له هغو سیمو چې لا هم د وسله والو مخالفینو په لاس کې دي، د مخالفانو او ولسي وګړو د ویستلو لړۍ په ځايي وخت د شپې په یوولسو بجو پیل شوه.

د فرانس پرس خبري اژانس له مخې خان الاصل سیمې ته پنځه بسونه استول شوي چې دغه کسان د حلب لوېدیځې څنډې چې د حکومت په لاس کې ده ولیږدوي.

لاهم د حلب په ختیځه سیمه کې زرګونه کسان خوندي سیمو ته د لېږدولو لپاره شېبې شمېري. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف ویلي په دغې ډلې ټپي او ناروغ ماشومان هم شامل دي.

له دې وړاندې د یکشنبې په سهار وسله والو هغه بسونو ته اور ورته کړ چې کفرایا او فوعة کلیو ته د خلکو د راویستلو لپاره لیږل شوي وي. کفرایا او فوعة په ادلب ولایت کې شیعه مېشت کلي دي چې د وسله والو مخالفینو په لاس کې دي . د شنبې په ورځ هوکړه وشوه چې د حلب له ختیځې سیمې او له کفرایا او فوعة کلیو د ملکي وګړو او وسله والو د ویستلو لړۍ هم مهال تر سره شي.

د سوریې حکومتي رسنۍ وايي، بسونه د یکشنبې په ماسپښین سیمې ته ننوتل، خو څو ساته تم شول
د عکس تشریح، د سوریې حکومتي رسنۍ وايي، بسونه د یکشنبې په ماسپښین سیمې ته ننوتل، خو څو ساته تم شول

پرون روسیې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د فرانسې هغه وړاندیز ویټو کړ چې وسله والو ته دې اجازه ورکړل شي چې له خپلې خوښې سره سم نورو سیمو ته ولاړ شي. خو نن په پام کې ده چې د امنیت شورا په دې اړه یو پریکړه لیک صادر کړي چې د حلب له ختیځې سیمې د ولسي وګړو او وسله والو د وتلو لړۍ د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې ترسره شي.

په ملګرو ملتونو د امریکا استازي سمنتا پاور وايي د دغه بهیر څارنه د سره صلیب له نړیوالې کمېټې، د سوریې عربي سره صلیب او له ملګرو ملتونو سره په همکارۍ کې ترسره کیدای شي. په دې سره به دغه بهیر له اوسني وضعیت یو څه ښه شي. دا زیاتوي موږ اونۍ نه لرو، خلک وږي دي، له سړو کړېږي له کورونو راوتلي او د وتلو په انتظار دي.

دا سې ښکاري چې ښايي امنیت شورا وکولی شي د ملکي وګړو او وسله والو د څار لپاره پریکړه وکړي. روسي چارواکو واکو د دغه پریکړه وړاندیز شوی نوی متن د دوی لپاره د منلو وړ دی.

د هوکړې له مخې له کفریا او فوعه سیمو کلابند وګړي ایستل کېږي
د عکس تشریح، د هوکړې له مخې له کفریا او فوعه سیمو کلابند وګړي ایستل کېږي
لږ ترلږه ۶۰۰۰ ولسي وګړي د حلب له ختیځ نه وتلي دي
د عکس تشریح، لږ ترلږه ۶۰۰۰ ولسي وګړي د حلب له ختیځ نه وتلي دي