استرالیا 'د کریسمس ورځې احتمالي ترهګریز برید شنډولو' خبر ورکړی

د عکس سرچینه، BBC Sport
د استرالیا پولیس وایي؛ د ملبورن ښار پر مرکز د کریمس په ورځ د یوه احتمالي ترهګریز برید نقشه یې شنډه کړې ده.
په دې تړاو اووه کسان د ویکتوریا ایالت په مرکز ملبورن کې نیول شوي دي.
د ویکتوریا پولیس وایي؛ شکمن کسان چې څو اونۍ تر څار لاندې و، له اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې نه یې الهام اخیستی دی.
د ویکتوریا د پولیسو مشر ګراهام شتون ویلي؛ دغو کسانو غوښتل په وسلو او چاودېدونکو توکو د ملبون مهم ځایونه له دې ډلې د ښار رېل پټلۍ تاریخي تمځای، د فدریشن ډګر او د سنټ پل جامع کلیسا په نښه کړي.
خو د پولیسو دغه چارواکي وویل؛ له اوو شکمنو کسانو، دوه تنه خوشې شوي او پنځه کسان لا هم په توقیف کې دي.
دی وایي، شکمن کسان په استرالیا کې زېږېدلي، څلور یې لبناني توکمه او یو یې په اصل کې مصری دی.
ښاغلي شتون زیاته کړه؛ دغه کسان د داعش ډلې له تبلیغاتو اغېزمن شوي دي.
ملبون د استرالیا په سوېل کې موقعیت لري چې تېر میلادي کال د پنځم پرلپسې کال لپاره په نړۍ کې د ژوند کولو لپاره ترټولو ښه ښار وپېژندل شو.
د استرالیا لومړي وزیر مالکم ترنبل د شکمنو کسانو پروړاندې د پولیسو د عملیاتو د تایید ترڅنګ ویلي؛ "هغوی غواړي استرالیایان وډاروي، د استرالیایانو ترمنځ اختلاف جوړ کړي."
هغه زیاته کړه: "موږ به د داسې کار اجازه ورنکړو."


















