جرمني کې د پېرلو پر یوه مرکز د برید هڅې په شک دوه ورونه نیول شوي

د عکس سرچینه، AP
د جرمني پولیس وایي؛ دوه کسان یې نیولي چې شک پرې کېږي پلان یې درلود ددغه هېواد په لویدیځ کې د اوربرهاوزن ښار ته نژدې د پېرلو پر یوه مرکز برید وکړي.
د پولیسو په وینا، شکمن کسان په کوسوو کې زېږېدلي ورونه دي، یو یې ۳۱ کلن او بل یې ۲۸ کلن دی.
چارواکي وايي؛ د امنیتي سازمان لخوا د پټو استخباراتو معلوماتو ترلاسه کولو وروسته د پولیسو مامورین په شخصي جامو کې د خریدارۍ دغه مرکز ته لېږل شوي وو.
برلین ښار کې د کریمس پر یوه بازار د دوشنبې شپې تر برید وروسته جرمني کې امنیتي تدابیر کلک شوي دي.
داسې ښکاري چې اوبرهاوزن کې دوه نور نیول شويو شکمنو کسانو د برلین له برید سره تړاو نه درلود.
د دغې اونۍ د دوشنبې په ورځ د برلین د کریسمس پر یوه بازار لارۍ وروستل شوه چې په لړ کې یې ۱۲ کسان ووژل شول او ۴۹ نور ټپیان شول.
د جرمني پولیس د یوه تونسي الاصله ۲۴ کلن شکمن انیس عامري په لټه کې دی چې د چارواکو په وینا په ډېر احتمال دغه کس پخپله دا لارۍ په دغه بازار کې پر خلکو وروستې ده. د پولیسو په وینا، ددغه تونسي ځوان د ګوتې نښې پر لارۍ موندل شوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي؛ انیس عامري د هغو کسانو په لست کې دی چې امریکا ته پر ورتګ بندیز دی او لږ ترلږه یو ځل یې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې له غړي سره د ټلګرام له لارې اړیکه نیولې ده.
ددغه راپور له مخې، هغه په انټرنټ کې د چاودېدونکو توکو اړوند معلومات هم لټولي دي.
داعش پر برلین د برید مسوولیت منلی دی.


















