د عکسونو البوم: د ۲۰۱۶ غوره انځورونه

د خپرېدو وخت

د نړۍ له مختلفو سیمو د اورېدونکو د غوره انځورونو غورچاڼ

Skydiving
د عکس تشریح، موږ د کال د خورا غوره انځورونو غورچان د رېچل ایلټوفټ پرېسټ له انځور کوو، چې د نیوزېلنډ په تاوپو جهیل کې له ۱۵ زره فوټه لوړې لاندې را روان دی.
Composite image of night sky
د عکس تشریح، ران پېنټر کویک: دا د کمپوزېت یا اوږدمهال کې ترکیب شوی تصویر دی چې سلګونه ستوري پکې یو ځای شوي. په انځور کې د ټرک اشارې دي او یو بل انځور هم ښکاري، ټول د اسټرالیا په بورک ښار کې د شپې په څو ګړیو کې اخیستل شوي دي.
Baker Street station
د عکس تشریح، بین ډکسن: په درې چوکاټونو کې بند انځور یوه ځانګړې خبره لري چې انډول او تناسب پیدا کوي، ما ته دا انځورونه خوند را کوي، ځکه څو انځورونه پکې یو ځای وي او هره موضوع له بلې جلا ښکاري.
Lighthouse in Spain
د عکس تشریح، لي بېټس: په هسپانیا کې مې د رخصتیو پر مهال دا انځور اخیستی، د اېسټر اختر رخصتۍ وې، هوا خرابه وه، باران و، پړکه وه، توپان و، کله چې باران ودرېد، په سمندري څپو کې ډوبېدونکي لمر او د رڼا څلو د انځور چانس را کړ.
A squirrel reaches out for fruit from a tree
د عکس تشریح، دیپن اګسټاین: د هند په کیرالا کې د مرغانو خوندیتابه سیمه تهاټیکد کې انځور.
Dancing in the street
د عکس تشریح، د رابي برنسټین دا انځور د کاناډا په ټورنټو کې د یو جشن منظره ښيي.
Milky Way
د عکس تشریح، اېنډي فرېنډ سمت: د کهکشان دا انځور مې په وایټ ټاپو کې اخیستی. د سېنټ کترین کلیسا هم پکې ښکاري.
Temple of Trajan in Pergamon
د عکس تشریح، لنډا چېن دا انځور د ترکیې له لرغوني ټرېجن عبادتځي اخیستی دی.
Morris dancers
د عکس تشریح، مایکل کنګ: د برتانیا په بکنګم شایر کې مورس نڅاګرې د مۍ لومړۍ ورځې مراسم لمانځي
A couple sit in the darkness illuminated by a small camp fire
د عکس تشریح، رسل ګوسیټ: ما د امریکا د نوې مکسیکو په (کاڼو ښار) کې د لمر لوېدیلو انځور اخیست، خو ورېځو خراب کړ. زه د یوې بوډا جوړې سره مخ شوم، هغوی مهرباني وکړه او د انځور اخیستلو اجازه یې را کړه. د اور رڼايي د دوی پر مخونو او نږدې ډبرو ښکاري.
St Monans in Fife
د عکس تشریح، الیګډینډر جیفري: ما دا انځور په فیفي کې تېره فرورۍ سهار وختي اخیستی، د انځور ترکیبولو وخت ۳۰ سیکنډه دی او پکې اوبو د خاموشۍ حالت پیدا کړی دی.
People looking at a map
د عکس تشریح، اډریانا فوینټیویلا: زما د تره زوی د خیالي سفر پلان جوړوي.
Poster in China, 1980s
د عکس تشریح، پیټرک اوکانر: چین د بدلون په درشل کې.
Elephants bathing in Chobe National Park
د عکس تشریح، اینا سوبوتکا دا انځور د بوتسوانا په چوبي نېشنل پارک کې اخیستی: ما د دومره طبیعي ښکلا او درنښت هیله نه دلوده.